د قدس نړیواله ورځ د فلسطین د ملت د مظلومیت ورځ ده
(last modified Tue, 11 Apr 2023 06:04:55 GMT )
Apr 11, 2023 10:34 Asia/Kabul
  • د قدس نړیواله ورځ د فلسطین د ملت د مظلومیت ورځ ده

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د پارلمان د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون ویاند ابوالفضل عمويي وویل د فلسطین د ملت پرضد د ظلم او د بې عدالتۍ د پیلیدا د اویا(۷۰) کلونو په تیریدا سره د قدس نړیواله ورځ په داسې فرصت بدله شوي ده چې د نړۍ ملتونه په یوه خوله د فلسطین د خلکو د مظلومیت خبره وکړي.

هغه وویل د قدس نړیواله ورځ د نړۍ د ملتونو لپاره یو فرصت دی چې په یوه خوله د فلسطین  ملت مظلومیت غږ پورته کړي او د فلسطین مسله یو زوړ زخم دی چې  اویا کاله کیږي د نړۍ د ملتونو زړونه یې داغي کړي دي.

ابوالفضل عمومي زیاته کړه صهیونیست رژیم کله نه کله او ځینې وختونه د سیمې او د نړۍ له شرایطو په استفادې سره په فلسطین مظلوم ملت باندې دباو زیاتوي.

د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون ویاند ابوالفضل عمويي په دې خبرې سره هغو حملو چې څو ورځې کیږي د صهیونیسټ رژیم لخوا په الاقصی جومات کښې په اعتکاف کونکو باندې شوي دي او هغو  ظلمونو چې د فلسطین د  خلکو پرضد کیږي د روان کال د قدس ورځې اهمیت دوه چنده کړی دی وویل په همدې دلیل هغه کسان چې ازادۍ غواړي باید په قدس ورځې چې د روژې د مبارکې میاشتې اخري جمعه ده له دغه فرصته استفاده وکړي او له صهیونیسټانو د کرکې په څرګندولو سره د فلسطین د کړیدلي ملت مظلومیت خلکو ته وروښيي.