ایران امریکا د داعش د ترهګرې ډلې پلار وباله
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل: د امریکې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند رابرت اف کندی اعتراف چي یې ویلي داعش ډله د امریکې له لورې رامینځ ته شوې ده، یو ځلې بیا دا حقیقت ښکاره کوي چي د امریکا رژیم د داعش د ترهګرې ډلې پلار دی.
په امریکا کې د ولسمشریزو ټاکنو له نژدې کېدو سره سم، د ډیموکراټ له ګوند څخه د امریکا د مخکني ولسمشر جان اف کنډی وراره رابرت اف کندي د ولسمشری لپاره نوماند شوی دی او له بایډن سره سیالي کوي.
رابرټ اف کندي د امریکا به بهرني سیاست باندې په نیوکې سره، ویلي، امریکا د داعش ترهګره ډله رامینځ ته کړه او په دې کار سره یې اروپا ته د دوه میلیون کډوالو د ورتګ لامل او د دیموکراسۍ د لرزانده کېدو لامل شوې ده.
د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي په خپل ټوییټر کې ولیکل: په دې کې چي امریکا د داعش رامینځ ته کوونکی دی، هیڅ شک نه شته، خو د هغو کسانو لپاره چي لا هم په حقیقت باندې سترګې پټوي، د رابرټ اف کندي خبرې، په دې حقیقت باندې بیاځلې ټینګار کوي چي امریکا د داعش د ترهګرې ډلې پلار دی.