د ملي ارادې پیاوړې کول د حل لاره ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i131686-د_ملي_ارادې_پیاوړې_کول_د_حل_لاره_ده
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د کوچني اختر د لمانځه په خطبو کې ټینګار وکړ: د ملي ارادې پياوړتيا د حل لاره ده.
(last modified 2023-04-22T03:11:55+00:00 )
Apr 22, 2023 07:39 Asia/Kabul
  • د ملي ارادې پیاوړې کول د حل لاره ده

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د کوچني اختر د لمانځه په خطبو کې ټینګار وکړ: د ملي ارادې پياوړتيا د حل لاره ده.

د کوچني اختر لمونځ نن (شنبه) د امام خمیني (ره) په مصلی کې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه يي په امامت ترسره شو.

د معظم رهبر د دفتر د راپور له مخې، حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه يي د جمعې د لمانځه په لومړۍ خطبه کې، د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت، اسلامي امت او د ایران رشید او عزیز ملت ته د مبارکۍ ترڅنګ، د قدس په ورځ د ستر ملت له پراخ حرکت او نمانځنې او د قدر د شپو له نمانځلو وروسته زیاته کړه:  هغه پراخې او شاندارې غونډې په حقیقت کې الهي فضل او کامیابۍ وې.

هغوی د روژې مبارکه میاشت د اطاعت او تقوا د میاشتې سربېره، د جهاد او مبارزې میاشت وبلله او وفرمایل: د قدس ورځ هم د ایران د ملت د مبارزې ورځ ده، چې د خدای په فضل سږ کال د نورو ملتونو په ګډون سره په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شوه.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د درې واړو قواوو همکاري، همغږي او ملتیا د هېواد د ستونزو د حل او پرمختګ لپاره ډېره مهمه او اساسي تګلاره وبلله او د درې ګونو قواوو د رامنځته کېدو په اړه يې د اساسي قانون ښه ترتيب ته په اشارې سره وفرمايل: هغه زیاته کړه: که مقننه، اجراییه او قضاييه قوې پوره همکاري وکړي، په هېڅ ستونزه نه پیدا کېږي، چې د دغو قواوو چارواکي او مدیران پخپله پوهېږي چې دا همکاري او همغږي څنګه رامنځته کېږي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي، د نفاق او تفرقې رامنځته کول د دښمن ستراتېژي یاده کړه او وفرمایل: دښمن هڅه کوي چې د مختلفو فکرونو او ذوقونو له امله، خلک په جنګ او جنګړې کې ښکېل کړي، خو په مختلفو مسائلو کې د خلکو مختلف نظرونه په طبیعي توګه خنډ نه دي او باید د اختلاف او کشمکش لامل نه شي، بلکې د دښمن د وسوسو په شنډولو سره، چې خلک د یو بل او خلک د چارواکو پروړاندې نا هیلي کوي، باید د یوه پل ترڅنګ په مهربانۍ سره یوځای ژوند وکړو.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په سیمه کې د دښمن د پوځي ستراتېژۍ ناکامۍ ته په اشارې سره وفرمایل: دښمن د خپل توان په اندازه، د ولسونو د فریب، تحریف، دروغو، طمع، ذلت او بدبینۍ سیاست ته مخه کړې ده، چې بایدد دوی د ستراتیژیو، تاکتیکونو، وسایلو او تګلارو په اړه معلومات ولرو او هغه له منځه یوسو.

هغوی ټینګار وکړ: د ایران هوښیار او با استعداده ملت چې تر اوسه پورې یې د خپلو دښمنانو ټولې دسیسې شنډې کړې دي، له دې وروسته به هم د خدای په قدرت سره هغوی ناکامه او ناهیلي کړي.