د افغانستان د طالبانو حکومت د ایران د اوبو په حق ټینګار کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i131760-د_افغانستان_د_طالبانو_حکومت_د_ایران_د_اوبو_په_حق_ټینګار_کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له هیرمند سیند څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د اوبو د حق په هکله وویل د افغانستان موقته حکومت د پخواني حکومت د چارواکو په اپوټه د ایران د اوبو په حق اعتراف او ټينګار کوي.
(last modified 2023-04-24T05:47:46+00:00 )
Apr 24, 2023 10:14 Asia/Kabul
  • د افغانستان د طالبانو حکومت د ایران د اوبو په حق ټینګار کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له هیرمند سیند څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د اوبو د حق په هکله وویل د افغانستان موقته حکومت د پخواني حکومت د چارواکو په اپوټه د ایران د اوبو په حق اعتراف او ټينګار کوي.

هغه د ایران د اوبو د حق د تامینولو لپاره د تهران اقداماتو په بیانولو سره وویل په تیر یو نیم کال کښې د ایران د ولسمشر په حکم سره د افغانستان د موقته حکومت د خارجه وزارت له سرپرست سره په ډاګه خبرو اترو او دغه راز د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او د ایران د بریښنا د وزیر علي اکبر محرابیان په پرله پسې تعقیبونو کښې له هیرمند سیند څخه د ایران د اوبو د حق موضوع په جدي ډول تعقیب شوه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې تهران د ښې نتیجې ترلاسه کولو لپاره خپلو ډله ئیزو هڅو ته دوام ورکوي وویل د افغانستان موقته حکومت د تیر حکومت د چارواکو په اپوټه د ایران د اوبو په حق اعتراف او ټینګار کوي.