د قومونو یووالي تل د دښمن چلولونه باطل کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i131998-د_قومونو_یووالي_تل_د_دښمن_چلولونه_باطل_کړي_دي
ولسمشر رئیسي وویل: زما تر ټولو مهم ویاړ، د خلکو خدمت کول دي
(last modified 2023-04-27T22:42:20+00:00 )
Apr 28, 2023 03:10 Asia/Kabul
  • د قومونو یووالي تل د دښمن چلولونه باطل کړي دي

ولسمشر رئیسي وویل: زما تر ټولو مهم ویاړ، د خلکو خدمت کول دي

د ایران ولسمشر د خوزستان د قبایلو له مشرانو سره په صمیمي کتنه کښې وویل: د خوزستان د قومونو، شیخانو او قبیلو ترمینځ اتحاد او پیوستون تل د دښمن د چلول باطلوونکی پاتې شوی او دا اتحاد او پيوستون باید دوام ولري او پیاوړی شي.

ایرنا خبري آژانس لیکلي دي چې سید ابراهیم رئیسي په دغې کتنې کښې چې پرون د اهواز په ارشاد جومات کښې ترسره شوه، په دې خبرې سره چې خوزستان خپل پور او دّین ادا کړی دی، زیاته کړه: نن باید ټول هیواد په تیره بیا چارواکي دغه هیاد او د هغه د باوفا خلکو احترام وکړي.

ولسمشر رئیسي وویل: زما تر ټولو مهم ویاړ، د خلکو خدمت کول دي او د خوزستان ولایت او د ټول هیواد د ستونزو د هواري لپاره به له هیڅ کوششه ډډه ونه کړم.

د خوزستان د قبایلو مشرانو هم له ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سره په دغې دوستانه او صمیمي کتنې کښې، د ټولو قومونو په یووالي باندې په ټینګار سره، د خوزستان د ستونزې د هواري لپاره د انقلابي حکومت په هلوځلو باندې تاکید وکړ.