د ایران ولسمشر سوریې ته ورسېده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132280-د_ایران_ولسمشر_سوریې_ته_ورسېده
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر او ورسره پلاوی د سوریې پلازمینې دمشق ته ورسېده او د سوریې د چارواکو له رسمي هرکلی سره مخامخ شو.
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
May 03, 2023 08:55 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر سوریې ته ورسېده

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر او ورسره پلاوی د سوریې پلازمینې دمشق ته ورسېده او د سوریې د چارواکو له رسمي هرکلی سره مخامخ شو.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسی د خپل سوری سیال بشار اسد په رسمې بلنې سره، دمشق ته په سفر تللی دی.

رئیسي او ورسره پلاوي به د سوریې له چارواکو سره، د سیاسي اړیکو د پیاوړتیا، د همکاریو د ودې، اقتصادي ملګرتیا او سوداګریزو مسایلو په هکله خبرې اترې وکړي.

ټاکل شوې ده چي د ایران ولسشمر له خپل سیال سره له ملاقات وروسته، په سوریې کې د ایراني او سوري سوداګرو سره هم غونډه وکړي.