رئیسي: کلتوري ګډولې د ایران او ازبکستان ترمینځ ملګرتیا زیاتولی شي
د اسلامي ایران ولسمشر د ازبکستان د قانون جوړونې د پارلیمان د مشر په کتنه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ تمدني او کلتوري اشتراکات د اقتصادي ملګرتیا د لوړولو لپاره یوه مناسبه زمینه وبلله.
د اسلامي ایران ولسمشر د ازبکستان د قانون جوړونې د پارلیمان د مشر په کتنه کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ تمدني او کلتوري اشتراکات د اقتصادي ملګرتیا د لوړولو لپاره یوه مناسبه زمینه وبلله.
ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په تهران کښې د ازبکستان د قانونګذارۍ د پارلیمان د مشر «نورالدین جان اسماعیلاف» په کتنه کښې وویل: د ایران او ازبکستان ترمینځ د ملګرتیا ۱۸ موافقې لاسلیک شوې دي چې په اجرايي کیدو کښې یې چټکتیا به د اړیکو سویه ډیره لوړه کړي.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ایران او ازبکستان د پارلیمانونو ترمینځ د تجربو تبادله د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکو به پراختیا کښې هم اغیزناکه او مثبته وبلله.
په دغه ملاقات کښې د ازبکستان د پارلیمان مشر «نورالدین جان اسماعیلاف» هم له ګاونډیانو سره د اړیکو پراختیا ته په وړومبیتوب ورکولو کښې د اسلامي ایران د ولسمشر د بهرني سیاست په درناوي سره وویأ: په ازبکستان کښې هم د دغه اصولي سیاست مطابق له ګاونډیانو سره د اړیکو پراختیا د اساسي قانون د اصلاح په بهیر کښې راغلې ده.
د ویلو ده چې د ازبکستان د پارلیمان مشر او ورسره پارلیماني پلاوی د ایران د اسلامي شورا د مشر محمد باقر قالیباف په رسمي بلنه ایران ته سفر راکړی دی.