ورځپاڼو ته کتنه
په سر کې د خراسان ورځپاڼه را اخلو چي ترکیې کې ولسمشریزو ټاکنو ته په اشارې سره دا پوښتنه مطرح کړې ده چي اردوغان یا قلیچدار اوغلو کوم یو ایران لپاره غوره انتخاب دی.
د ورځپاڼې له راپور سره سم، قلیچدار اوغلو داسي یو انځور خپور کړی دی چي په کښې ترکیې د اذربایجان په بایکاټولو سره، د ایران له لارې چین ته لاسرسی مومي.
له دې مخکې اردوغان په نظر کې لرل چي د اذربایجان له لارې ترکیه له چین سره وصل کړي. خو قلیچدار اوغلو ایران ته ترجیح ورکړې ده.
ورځپاڼه دې مسالې ته په اشارې سره لیکلي چي د اردوغان پاته کېدل یا د اوغلو بریالیتوب د تهران او انقرې په اړیکو کوم اثرات درلودلایشي؟
ورځپاڼه لیکي چي قلیچدار اوغلو امریکې او اروپا ته نژدې دی، په دې خاطر ایران د هغه له بریا سره، ګروهنه نه لري ځکه فکر کوي چي په ولسمشریزو ټاکنو کې د اوغلو په بریالیتوب سره کېدایشي د ایران او ترکیې تر مینځ اړیکې خرابې شي.
خو د ورځپاڼې په وېنا کېدایشي اوغلو په دې خاطر د اذربایجان په وړاندې ایران ته ترجیح ورکړی وي او غواړي چي د ایران له لارې ترکیې چین سره وصل کړي څو په دې ډول ایران ته مثبت پیغام واستوي.
خو ورځپاڼه لیکي چي دا نظر سم نه دی، ځکه چي نړیوال نظم په بدلېدو دي او په دغه بهیر کې ایران مهم رول لوبوي، ځکه د پاکستان او مصر په څېر یو شمېر هیوادونه اوس په خپلو ډله بندیو بیا کتنې کوي او ایران ته د نژدې کېدو هڅه کوي.
په دوام کې یادونه شوې چي په ولسمشریزو ټاکنو کې د اردوغان او یا اوغلو بریا هر یوه خپلې ګټې او تاوانونه لري خو د اوغلو د بریالیتوب په صورت کې د هغه د ژمنو له مخې ترکیې به نور په عراق ، سوریې او اذربایجان کې له لاسووهنو څخه لاس واخلي.
کیهان
د تهران چاپ دغه ورځپاڼه بیا د ګارډین د یوه مطلب په حوالې سره لیکي چي د تهران او ریاض نژدې کېدا د اسرائیل د رژیم لپاره ډېر خطرناکه دی.
کیهان د ګارډین دغه مطلب ته په کتنې سره لیکي: ټولې نښې د دې ښودنه کوي چي د ایران او عربستان تر مینځ د اړیکو رغېدا، سمبولیک نه بلکې یو حقیقي بهیر دی، په سعودي کې د قرآن شریف د قرائت په سیالیو کې د یوه ایرانی قاري بریا، د تهران او ریاض تر مینځ د پروازونو پیلېدا او په سوډان کې د سعودي د ځواکونو له لورې د ۶۰ ایراني ښاریزو ژغورنه د دغو نښو بیلګې بلل شوي دي.
ورځپاڼه دا پوښتنه مطرحوي چي ایا دا بهیر کولایشي د یمن، لبنان، عراق، سوریې او حتی اسرائیل رژیم باندې اثر وکړي؟
ورځپاڼه په ځواب کې د ګارډین په حواله لیکي: د تهران او ریاض نژدې کېدا په ټولې سیمې باندې مهم اثرات کولایشي، دغه هوکړه کولایشي په مینځني ختیځ باندې د امریکا نفوذ کم کړي، سوریه بیرته عربي اتحادیې ته ورستنه کړي، په چین باندې د عربستان د تېلو د پلور زمینه برابره کړي او د ایران اقتصادي انزوا یعني ګوښه کېدا ته د پای ټکی کښېږدوي.
ورځپاڼه په یو بل مطلب کې بیا د نشنال اینټرست د څېړنیز مرکز یوې مقالې ته کتنه کړي ده، ورځپاڼه د یاد څېړنیز مرکز په حواله لیکي: د امریکا ستونزې او کړکېچونه هوارېدونکې نه دي او ممکنه ده چي امریکا هم د شوروی له برخلیک سره مخامخ شي.
د ورځپاڼې په وېنا نشنال اینټرست د امریکا اوسني حالات د شوروی د پړاو له حالاتو سره پرتله کړې او ټینګار یې کړی دی چي امریکا هم د شوروی په شان د اقتصادي ځوړتیا په لور روانه ده او همهغه نښې په کښې ښکاره شوي دي.
ورځپاڼه په دوام کې د امریکا د مخکني ولسمشر د وراره او د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماند شوی رابرت اف کنډي ادعا ته انعکاس ورکړې ده.
رابرت اف کنډی ای بی سی نیوز سره په مرکه کې ویلي چي د امریکا مخکنی ولسمشر او د هغه اکا جان اف کنډي د امریکې د مرکزي استخباراتي ادارې (سي آی اې) له لورې ټرور شوی دی. دا په داسي حال کې دی چي له دې مخکې د امریکا د مخکنی ولسمشر جان اف کندي ټرور د یوه راز په توګه پاته شوی وو
اطلاعات
د تهران چاپ دغه ورځپاڼه بیا د ایران صنعتي وړتیاو ته په اشارې سره، له حکومتونو ګیله کړې ده چي ولي افریقا سره د اقتصادي تعامل لپاره یوه اوږدمهاله طرحه نه لري.
ورځپاڼه لیکي: له بده مرغه د افریقا په اړه د ایرانیانو فکر نیمګړې او کمزوری دی، د انرژیو او تولیداتو په ډګر کې د ایران پراخو وړتیاو ته په کتو سره، لا هم ایران افریقا سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو لپاره هیڅ یوه استراتیژي نه لري.
د ورځپاڼې په وېنا، افریقایي هیوادونوسره د اقتصادي همکاریو په مخکې یو لوی خنډ له افریقا څخه د ایران ناسم او نیمګړی پېژندګلوی دی.
اطلاعات لیکي: افریقا کې ۵۴ هیوادونه دی چي اکثره یې ایران سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره مناسبې زمینې لري. دغو هیوادونو سره اړیکې په اقتصادي، سیاسي اوفرهنګي ډګرونو کې ایران سره مرسته کولایشي.
دغه ورځپاڼه په یوه بل خبر کې بیا د ایټمي انرژیو له نړیوال اژانس سره د همکاریو په هکله د ایران د خارجه وزارت د ویاند ناصر کنعانی چافي وېنا و ته انعکاس ورکړی دی.
د ورځپاڼې په وېنا، ناصر کنعانی ویلي چي د ایران سیاست په دې باندې دی چي د ایران د سوله ایزو ایټمي فعالیتونو پورې اړوندې مسالې، له نړیوال اژانس سره د همکاریو په وړاندې خنډونه رامینځ ته نه کړي.
ورځپاڼه زیاتوي چي ایران د بندیزونو د لیري کولو په زمینه کې له کانالونو څخه خپلې اړیکې فعاله ساتلي دي.
د پروګرام په دغه برخه کې به راشو د افغانستان مطبوعاتو ته!
د افغانستان چاپي مطبوعات اکثره غیر فعاله شوې او یا هم خپل مطالب په انلاین ډول خپروي.
لومړی به مسیر ورځپاڼې ته یوه کتنه وکړو.
دغه ورځپاڼه بېلابېلو خبرونو ته انعکاس ورکړی دی.
ورځپاڼه په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو له درې اړخیزې غونډې وروسته، طالبانو ته د چین د خارجه وزیر سپارښتنو ته انعکاس ورکوي او لیکي: د چین د بهرنیو چارو وزیر په اسلام اباد کې د یوې خبرې غونډې پر مهال په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو سربېره له سرپرست حکومت غواړي، چې د خپلو ګاونډیو هېوادونو امنیتي اندېښنې جدي وګڼي او له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي. چین کانګ د سرپرست حکومت له چارواکو غواړي چې منځلاری سیاست خپل کړي او له خپلو ګاونډیانو سره دوستانه اړیکې وساتي.
خو د ورځپاڼې په وېنا د طالبانو سرپرست حکومت ډاډ ورکوي، چې د افغانستان له خاورې ګاونډيو هېوادونه ته هېڅ ګواښ متوجه نه دی. تر دې وړاندې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له ځينو رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، چې مسکو د افغانستان له سرپرست حکومته تمه لري، چې داسې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي چې ټولې سیاسي او قومي ډلې پکې ګډون ولري.
ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا له افغانستان څخه د وتلو په هکله د امریکا له خارجه وزیر څخه د امریکایي سناټورانو پوښتنو ته انعکاس ورکوي او لیکي: امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو د بهرنیو چارو وزیر ته ګواښ کړی چې که له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه پارلمان ته وضاحت ورنه کړي، کانګرس ته یې سپکاوی کړی دی.
مسیر زیاتوي: د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر جمهوري غوښتونکي مک کال د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ته ګواښ کړی چې که د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو اړوند د پټو اسنادو په اړه پارلمان ته حاضر نهشي، نو دا کار به یې کانګرس ته سپکاوی وګڼل شي.
د ورځپاڼې په باور د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه په دې اړه څېړنه کوي چې د ولسمشر بایډن حکومت تر فشار لاندې راولي.
کلید انلاین خپرونه
دغه انلاین خپرونه بیا د طالبانو د حکومت او د ملګرو ملتونو تر مینځ لانجو ته توجه کړې ده او د یوناما د نیوکو په وړاندې د ذبیح الله مجاهد غبرګون ته انعکاس ورکړی دی.
کلید لیکي: د طالبانو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه ناوخته پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې قضایي سیستم له پخوا نه ډېر قوي شوی، عدالت تامین او د هېوادوالو حقونو ته د اسلامي احکامو په رڼا کې رسېدونه کېږي.
هغه زیاته کړې چې پر دغو پرمختګونو سترګې پټول او بې باوري رامنځته کول بې انصافي ده.
د یوناما په راپور کې ویل شوي چې د تېر میلادي کال د نومبر له ۱۳مې نېټې څخه د روان میلادي کال د اپریل تر ۳۰مې پورې د ښځو په ګډون ۳۳۲ کسانو ته بدني سزاګانې ورکړل شوې دي.
د يوناما په وروستي راپور کې ويل شوي چې ملګري ملتونه د بدني جزا سخت مخالف دي او له طالبانو څخه يې غوښتي چې ژر تر ژره د اعدام سزا ودروي.