امریکا باید د نورو هیوادونو په چارو کښې لاسوهنه ختمه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132684-امریکا_باید_د_نورو_هیوادونو_په_چارو_کښې_لاسوهنه_ختمه_کړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د امریکا د باندنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته په خطاب کښې وویل د ولسي حکومتونونو پرضد د کودتاګانو ملاتړی رژیم(امریکا) د ملګروملتونو د منشور د اصولو په رعایتولو سره د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې له لاسوهنې ډډه وکړي.
(last modified 2023-05-10T20:38:28+00:00 )
May 10, 2023 23:58 Asia/Kabul
  • امریکا باید د نورو هیوادونو په چارو کښې لاسوهنه ختمه کړي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د امریکا د باندنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ته په خطاب کښې وویل د ولسي حکومتونونو پرضد د کودتاګانو ملاتړی رژیم(امریکا) د ملګروملتونو د منشور د اصولو په رعایتولو سره د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې له لاسوهنې ډډه وکړي.

حبیب فرج الله چعب چې په حبیب اسیود مشهور دی له دوه زره پینځم میلادي کال څخه د امریکا د سي ايي ای ، د اسرائیلو د موساد او د سویډن د ساپو جاسوسۍ ادارو او د سیمې د ځینو نورو هیوادونو د استخباراتي ادارو تر ملاتړ لاندې د حرکت النضال ترهګرې ډلې مشرۍ پرغاړه واخیستله او د دغه ټروریسټي ډلګې د خونړیو او د ترهګرو اقداماتو په نتیجه کښې د ایران څه د پاسه څلور سوه پنځوس ښاریز شهیدان یا ژوبل شوي دي.

د حبیب فرج ا لله چعب د اعدام او د پانسۍ حکم د دوه زره درویشتم میلادي کال د مي په شپږمه نیټه د ایران د سترې محکمې له تائید وروسته اجرا شو.

د حرکت النضال ترهګرې ډلګې د سرغنه حبیب فرج الله چعب د اعدام د حکم له اجرا وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د حبیب فرج الله چعب د اعدام د حکم د اجرا په اړه په لاسوهونکو څرګندونو کښې وویل امریکا د حبیب فرج الله چعب چې د ایران او د سویډن تابعیت یې درلود ناعادلانه اعدامول غندي.

په همدې لړ کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي پرون د امریکا د خارجه وزیر انتوني بلینکن لاسوهونکو څرګندونو ته په ځواب کښې وویل د ولسي حکومتونو پرضد د کودتاګانو ملاتړی رژیم چې تل یې  د ایران د پخواني شاه رژیم په شمول د غیر ډیموکراټیکو او د غیر منتخبو نظامونو ملاتړ کړی او د ملتونو اساسي حقوق او ازادیانې یې د خپلو ناجایزو ګټو قرباني کړي دي ښه خبره دا ده چې د نورو ملتونو د اساسي حقوقو او د بیان د ازادۍ په اړه د قضاوت پرځاې د امریکا په داخل کښې د بشري حقوقو د سیسټاماټیکې خلاف ورزۍ او د خپلو نړیوالو ژمنو او دغه راز د رنګین پوستو او د لږکیو په هکله د مسوولیت احساس وکړي.