سردار فلاحزاده:
فاطمیونو د سیمې او نړۍ لپاره ډیر برکتونه لرلې دي
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د قدس ځواک د قومندان ځاې ناستي ټینګار وکړ چې فاطمیونو د سیمې او نړۍ لپاره ډیر برکتونه لرلې دي.
" سردار محمدرضا فلاح زاده " فارس خبري آژانس ته په مرکه کښې، د فاطمیون لښکر د جوړیدو د بهیر په هکله وویل: په سوریې او عراق کښې د ناقراریو له پيلیدو سره هممهاله، د مختلو هیوادونو څو ملیتي ترهګر ځواکونه په دې دواړو هیوادونو کښې راغونډ شول او هدف یې له اسلام سره دښمني، د شیعه او سني د مقدساتو سپکاوی او بلآخره په دغهو هیوادونو او اسلامي نړۍ کښې د مقدسو ځایونو بې حرمتي وه.
د قدس ځواک د قومندان جانشین زیاته کړه: د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په لارښوونې او حکیمانه مشرۍ سره مو ولیدل چې په ټولو اسلامي ملکونو کښې پتمن خلک تیاریدل چې د سوچه محمدي اسلام دفاع، د انساني حقوقو دفاع او د پاکو حرمونو د دفاع لپاره میدان ته ودانګي او په دغې نړیوالې ولولې کښې د افغانستان خلک هم شامل وو.
د سردار فلاح په وینا، په سوریې کښې د نښتو په پرمختګ سره د باطل خلاف د حق په جبهه کښې د شتون لپاره ګڼو افغانستاني جنګیالیو خپل چمتووالی اعلان کړ او دغه تشکیلات ورو ورو په څو زره کسیز ځواک بدل شول.
د قدس ځواک د قومندان ځاې ناستي ټیګار وکړ: په سیمې او سوریې کښې د داعش د نړیوالې ترهګرۍ د ماتې یوه اصلي وجه د فاطمیون په نامه د هم دغو افغانستاني ځواکونو شتون و.