ورځپاڼو ته کتنه
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بېلابېلو مسایلو ته کتنه کړې ده او په سوډان کې د روانو نښتو او دا چي د دې نښتو عوامل څه دي، داخلي او بهرني لوبغاړي یې څوک دي او د نښتو تر شا کوم اهداف پروت دي، په دې هکله یوه مقاله خپره کړې ده.سوډان کې د ۶۷ کلونو په موده کې ۳۵ کودتاوې شوي دي او دا هیواد کومې لورې ته روان دی؟ دا د مقالې عنوان دی.
په ننۍ خپرونه کې هم له معمول سره سم، لومړی د ایران بیا د افغانستان او که وخت شو نو د ځینو بهرنیو ورځپاڼو سرټکو او مقالاتو ته یوه کتنه وکړو،
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بېلابېلو مسایلو ته کتنه کړې ده او په سوډان کې د روانو نښتو او دا چي د دې نښتو عوامل څه دي، داخلي او بهرني لوبغاړي یې څوک دي او د نښتو تر شا کوم اهداف پروت دي، په دې هکله یوه مقاله خپره کړې ده.سوډان کې د ۶۷ کلونو په موده کې ۳۵ کودتاوې شوي دي او دا هیواد کومې لورې ته روان دی؟ دا د مقالې عنوان دی.
ورځپاڼه لیکي چي روانې نښتې په سودان کې د قدرت په سر باندې د دوو جنرالانو یعني د فوځ د قومندان البرهان او د چټک غبرګون د ځواکونو د قومندان حمیدتي تر مینځ د واک په سر رامینځ ته شوي دي. هغه دوه جنرالان چي له دې مخکې د سودان د ولسمشر عمر البشیر د ګوښه کولو او کودتا لپاره د یو بل ملګري وه.
د ورځپاڼې په وېنا، د سوډان نښتې بهرني او داخلي لاملونه لري، چي د واک په سر ښخړې یې داخلي عوامل جوړوي او بهرني عوامل یې هم د سیمې د ځینو هیوادونو او د امریکا لاسوهنې بلل شوي دي.
ورځپاڼه لیکي چي سعودي عربستان او مصر د دې هیواد د فوځ له قومندان البرهان څخه ملاتړ کوي خو صهیونیست رژیم، امارات او امریکا له حمیدتي څخه ملاتړ کوي او غواړي د سوډان حکومت وپرځوي څو د سودان د تجزیې لپاره زمینه برابره شي.
ورځپاڼه زیاتوي که څه هم سوډان اوس بې وزله دی لیکن دغه هیواد د سرو زرو زیات معدنونه لري، تېل لري او د نیل سیند او په سره سمندر کې باب المندب سره نژدې بندرونه لري چي د امله یې سوډان د استراتیژیک له نظره په یوه مهم هیواد باندې بدل شوی چي امریکا او لوېدیځ هیوادونه ورته د طمعې سترګه لري.
د ورځپاڼې په وېنا د چین له لورې د یوې لارې یو کمر بند پروژه اوس سره سمندر ته رسېدلې او له سوډان څخه تیریږي او افریقې پورې ځان رسوي، امریکا غواړي چي د سوډان په تجزیه کولو سره، په دغه هیواد کې د چین د لویې پروژې مخنیوي وکړي، ترهګرو ته د فعالیت زمینه برابره کړی او له دې لارې په افریقا کې د چین، ایران او روسیې د نفوذ مخنیوی وکړي.
ورځپاڼه لیکي چي اسرائیل رژیم هم غواړي د سوډان په تجزیه کولو سره، هغه سیمې چي د سروزرو معدنونه او د تېلو زیرمې لري، د یوه وړوکي هیواد په توګه بېل کړي او له دې لارې په افریقایي اتحادیه کې نفوذ وکړي او لاره وموندي.
ورځپاڼه لیکي چي په ۲۰۱۱ میلادي کال کې لکه چي له سوډان څخه جنوبی سوډان بېل شو، بیا هم دا امکان شته چي دغه هیواد په لا وړوکو ټوټو باندې وویشل شي او یا دا چي د لیبي په څېر له اوږدمهاله ناامنیو او شخړو سره لاس په ګرېوان شي.
شرق
د تهران چاپ دغه ورځپاڼه د اردوغان او کلیچدار اوغلو تر مینځ د مقابلې د ورځې تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړې او د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو په هکله لیکنه کړې ده.
ورځپاڼې دې ته په اشارې سره چي نن په ترکیې ولسمشریزې ټاکنې روانې دي، ولیکل: د ترکیې د ولسمشر مخالفان په تېرو ۲۰ کلونو کې هیڅکله دومره د اردغان لیري کولو ته نژدې شوې نه دي او هیله لري چي دا ځلې اردوغان له قدرت نه لیري کړي.
د ورځپاڼې په وېنا، نن په ترکیې کې ټاکنې په دوو قطبونو وېشل شوي، یوه قطب اردوغان چي د شریعت پلوی ځان بولي او مقابل قطب یې بیا د سکولاریزم بېلګه قلیچدار اوغلو دی، داسي ټاکنه چي په ترکیې کې په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو مهمه او برخلیک ټاکونکې بلل کیږي چي د ترکیې بهر په ټولې سیمې باندې به اثر وکړي.
ورځپاڼه لیکي که اردوغان ټاکنو کې بریالی شي له شریعت څخه د اردوغان د تفسیر په بنیاد د ترکیې ټوله چارې به اغېرمني پاته شي خو که قلیچدار اوغلو ټاکڼې وګټې نو هر څه به بدل شي، ځکه چي هغه ژمنه کړې ده چي غرب سره نژدې کیږي او دغه هیواد بیا د سکولاریزم په لور بیایي.
د ورځپاڼې په باور په ټاکنو کې اوس دواړه نوماندان تقریبا برابرې رایې لري او دا ډېره ممکنه ده چي ولسمشریزې ټاکنې دوهم پړاو ته وغځیږي.
د تیرې اوونۍ د سې شنبې له ورځې راهیسي د صهیونیست رژیم هوایي ځواکونو د غزې په ترانګه کې د مقاومت د ډلو د قومندانانو په کورونو او عامو خلګو باندې پراخې بمبارۍ پیل کړي چي لسګونو کسانو ته په کښې مرګژوبله اوښتې ده.
د دغو بریدونو په ځواب کې د فلسطین مقاومتي ډلو تر دې دمه له 1200 زیاتې توغندۍ په نیواکي ټاټوبې منجمله تل ابیب باندې توغولي دي.
د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې هم بېلابېلو مسایلو ته انعکاس ورکړی دی خو په فلسطین کې د مقاومت د ډلو او د اسرائیل تر مینځ روانو نښتو ته زیاته پاملرنه کړې ده.
ورځپاڼه د تل ابیب د امنیتي مطالعاتو د مرکز په حواله لیکي چي د اسلامي جهاد غورځنګ د اعصابو په جنګ سره، د اسرائیلیانو د ژونداننه روزمره چارې ور ورګډوډ کړي دي.
کیهان لیکي: په نیواکی ټاټوبو کې میشت صهیونیستان د جنګ له دوامه ستړي شوی دي او اکثره له جنګي سیمو څخه د تېښتي په فکر کې دي، د تل ابیب د امنیتي مطالعاتو مرکز دې مسالې ته په اشارې سره په خپل راپور کې لیکلي چي له توغندیو ماسېوا د فلسطین جهاد اسلامي د غورځنګ یوه بله وسله، د نیواکي ټاټوبو د اوسېدونکو په ضد د اعصابو جګړه ده.
ورځپاڼه لیکي: د فلسطین په نیواکې سیمو کې میشت صهیونیستان نن سبا هره ورځ د ویر او وحشت په حالاتو کې ښکېل دي او هر ګړی خوندي ځایونو کې د توغندیو له ویرې د پناه اخیستلو لپاره تیار دي، خو دغه شان حالاتو سره سره، داسي ښکاري چي د اسرائیل د رژیم مشرانو په خپل منځي اختلافاتو کې ډوب دي، له یوې خوا داخلي مظاهرې دي او له بلې خوا بیا فلسطیني ډلو سره اخته شوي دي چي په دواړو موضوعاتو کې د اسرائیل د رژیم سیاسي مشرانو له یو بل سره جدي اختلافات لري.
ورځپاڼه لیکي چي دا موضوع د اسرائیل په رژیم کې د لالهاندی سبب شوی دی، له یوې خوا د نتانیاهو تندلارې کابینې د فلسطین د مقاومتي ډلو په وړاندې د خپلې مخنیوونکي ځواک د ناکامه کېدو څخه ویره لري او د بلې خوا څخه بیا د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ په وړاندې بیا خپله ماته او ذلت منلای نه شي.
ورځپاڼه دې ته په اشارې سره چي په پنځو ورځو کې د غزې له تړانګې د اسرائیل د رژیم په نیواکي ټاټوبو ۱۲۰۰ توغندۍ توغول شي دي، د اسرائیلي سرچینو په حواله لیکي چي تر دې دمه کابو ۱۰ زره صهیونیستان د غزې له چارچاپېر سیمو څخه تېښتي ته مجبوره شوي او خپل کورونه پرېښې دي، همدارنګه د نتانیاهو په کابینې هم فشارونه زیات شوي چي په غزې کې خپل فوځي عملیات بند کړي او خپله ماته ومني ځکه چي اسرائیل رژیم د اسلامي جهاد د غورځنګ د توغندیو د پایلو د مدیریت توان نه لري.
اوس راځو د کابل مطبوعاتو ته!
یادونه کوم چي په کابل کې د ورځپاڼو چاپ بند شوی او اکثره ورځپاڼې خپل مطالب په انلاین توګه په خپلو وېبپاڼو باندې خپروي .
لومړی راځو مسیر ورځپاڼې ته!
دغه ورځپاڼه لیکي چي د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني پرون له خپل امریکايي سیال انتوني بلېنکن سره د ټلېفوني اړیکې پر مهال د افغانستان په اړه خبرې کړې دي او د قطر د بهرنیو چارو وزارت پهدې اړه په یوې اعلامیه کې ویلي چي، دوی په دې خبرو کې د قطر او امریکا د دوه اړخیزو اړیکو او په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحثونه کړی دی.
دغه ورځپاڼه په یوه بل خبر کې بیا د افغانستان په چارو کې د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف خبرو ته انعکاس ورکړی دی چي یې بیا ځلې په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو په ضرورت ټینګار کړی دی.
ورځپاڼه لیکي : د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت رامنځته کېدل د سیمې هېوادونو لپاره لومړیتوب دی
. خو د ورځپاڼې په وېنا طالبانو خپل سرپرست حکومت ټولګډونه ګڼي او وایي، چې د ښځو حقونه او د نظام د جوړښت څرنګوالی د افغانستان کورني مسایل دي.
کلید
دغه انلاین خپرونې بیا کورنیو خبرونو ته کتنه کړې او لیکلي چي ټاکل شوې سر له سبا د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د پولیو واکسین فرعي کمپیاین پیل شي.
د کلید له راپور سره سم په دغه کمپاین کې به شاوخوا شپږ میلیونه هغه ماشومان واکسین شي چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم وي. خپرونه زیاتوي : دغه کمپاین په داسې حال کې پیلېږي چې وړمه ورځ په ننګرهار کې د پولیو یوه مثبته پېښه هم ثبت شوې وه.