د حضرت امام جعفر صادق ع د شهادت د کلیزې په هکله تسلیت وایو
زمونږ خبریال راپور راکړی نن د ۲۰۲۳ میلادي کال د مي د میاشتې شپاړسمه او د ۱۴۴۴ هجري لمریز کال د کوچني د اختر د میاشتې ۲۵ نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د شپږم امام حضرت جعفر صادق علیه السلام د شهادت له کلیزې سره سمون خوري.
حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د خپل مبارک ژوند په اوږدو کښې وتوانید ستر کلتوري او علمي غورځنګ پیل کړي او د شیعه مکتب علمي بنسټونه پیاوړي کړي.
په داسې وخت کښې چې ورانکار او اسلام ضده افکار د سوچه اسلام په لاره کښې ستر خطر وو حضرت امام جعفر صادق علیه السلام په خپلو علمي هڅو سره د اسلام ضد افکارو د خپریدا مخه ونیوله.
هغه حضرت د تشیع د مکتب د رامینځته کولو په لاره کښې ډیر کړاونه وزغمل چې د دیني عقلانیت او د اسلام د حقیقت د بنسټونو پراساس ستر غورځنګ رامینځته کړي.
په خپل استدلال او د منطق په قدرت سره د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام خبرې او مناظرې او دیني شکونو ته د هغه ځوابونو ورکول د تشیع د مکتب په احیا کښې ډیر مهم رول لرلی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو او د ټیلي ويژن اداره صداوسیما د حضرت امام جعفر صادق علیه السلام د شهادت د کلیزې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو ته تسلیت وايي.