دهیرمندسین د حقابه په تامینولو د ایران هوډ
د اسلامی ایران د ولسمشر ویناوې په داسې حال کی بیان شوی چی تیره ورځ هم د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان د افغانستان د موقته دولت د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقی سره په ټیلی فونی تماس کې ټینګار وکړ د افغانستان له لوری د اوبو پریښودل او په عملی توګه د ایران د حقابه تامینول د اسلامی ایران جدی غوښتنه ده او دا چاره د دواړو هیوادونو په اړیکو کې اغیزلري
د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي د افغانستان واکوالانوته خبرداری ورکړ د ایران د سیستان او بلوچستان د خلکو حق ابه دې سملاسی رعایت کړی .ښاغلی رییسي نن د سیستان او بلوچستان د اوبو او بریښنا صنعت د پروژو د پرانستلوپه ترڅ کې د هیرمند وضعیت ته په اشارې سره د افغانستان واکوالانو ته په خطاب کې وویل که زمونږ کارپیژاندي د اوبو کمښت تایید کړی نو بیا کومه خبره نلرو کنی اجازه به ورنکړو زمونږ د خلکو حق ضایع شی ، زما خبره جدي واخلئ تر څو بیا وروسته ګیله ونکړئ .
د هیرمند سین حقابه په وروستیو کلونوکې تل په افغانستان کې د حکومتونو او ایران ترمینځ یو مهم چیلنج پاتی شوی ، له دې سره سره چی ایرانی لوری په مختلفو حکومتونو کې د افغانستان له مشرانو سره په کتنو او تماسونو کې د هیرمند له سین د ایران د حقابه په رعایتولو ټینګار کړی دی خو په جرات سره ویلی شو چی تل د افغان لوری له لخوا پرې سترګې پټې شوی او دا مسله تراوسه په خپل ځای پاتې ده .
د اسلامی ایران د ولسمشر ویناوې په داسې حال کی بیان شوی چی تیره ورځ هم د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان د افغانستان د موقته دولت د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقی سره په ټیلی فونی تماس کې ټینګار وکړ د افغانستان له لوری د اوبو پریښودل او په عملی توګه د ایران د حقابه تامینول د اسلامی ایران جدی غوښتنه ده او دا چاره د دواړو هیوادونو په اړیکو کې اغیزلري .
حقیقت دا دی چی د ایران د حقابه نه تامنیدا اود هغه له امله وچکالۍ د ایران د سیستان او بلوچستان د خلکو لپاره ډیر مشکلات رامینځته کړی او په همدې اساس د هیرمند داوبوپه اړه د ۱۳۵۱ په تړون کې اټکل شوی مادې په بشپړه او دقیق ډول د اجرا کیدا غوښتونکی دی .
د ۱۳۵۱ لمریز کال د تړون په اساس افغانستان د ایران د حقابه د تامین په نسبت چی په کال کې ۸۲۰ میلیون میټر مکعبه کیږی ، ژمن شوی دی ، دا تړون کابو درې لسیزې اجرا کیده خو د ۷۰ لسیزې له وروستیو چی ورښتونو کم او وچکالی زیاته شوه ، له هیرمند سین ، هامون دریاچې ته ورتلونکی اوبه ورو ورو کمه شوه .
په تیرو دو لسیزو کې هم په افغانستان کې سیاسی بدلونونو اوپه هیواد کې د لویدیځو نیواکګرانو شتون او نفوذ ته په پام سره افغانستان د هیرمند سین حقابه د بشپړه خلاصولو د مخنیوی په ترڅ کې د افغانستان دننه په سیندونو د مختلفو بندونو په جوړولو سره د دغه سین د حقابه د کمولو کوشش کړی دی .
اوس چی طالبان په افغانستان کې واکمن شوی د هیرمند تړون عملیاتی کولو ته ژمن دي . طالب چارواکو همداراز ژمنه کړی وه چی د کمال خان بند دریاچه د هیرمند په لور خلاصه کړی او د دغه بند تخنیکی ستونزې د اوبود انحراف د تړلو په هدف ستونزه اواره کړی خو په عمل کی طالبانو په خپلو ژمنو کامل ډول عمل ندې کړی .
دا په داسې حال کی دی چی اسلامی ایران تل په افغانستان کې د سولې د ټینګولو او د دغه هیواد د خلکو د ستونزو د اوارولو لپاره له هیڅ مرستې ډډه نده کړی او څه د پاسه ۴ لسیزې کیږی چی د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی ، اوس هم په ایران کې لږ تر لږه ۵ میلیون افغانان ژوند کوی او د ایرانی ښاریزو په شان د اسلامی ایران له امکاناتو ګټه پورته کوی .
څرګنده ده چی د افغانستان واکمانانو ته د اسلامی ایران د ولسمشر خبرداری ښی چی د ایران دولت د سیستان او بلوچستان د خلکو د حقوقو د احقاق لپاره هوډمن دی او د ایران د غوښتنې په تامینولو کې د افغان واکوالانو د بی عملی توب دوام د دواړو ګاونډیو هیوادونو د اختلافاتو د سختولو لپاره په یوې موضوع بدلیدلې شی .