ایران او ډنمارک د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
د ایران او ډنمارک د بهرنیو چارو وزیرانو تېره شپه په یوې ټلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
ایران او ډنمارک د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
د ایران او ډنمارک د بهرنیو چارو وزیرانو تېره شپه په یوې ټلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر لارس لوک راسموسن د یکشنبې په شپه په ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکې د دواړو لورو لپاره ستره سرمایه وبلله او د شته ننګونو د حل او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په ضرورت یې ټینګار وکړ.
د ایرنا د خبر له مخې، امیر عبداللهیان او لوک راسموسن په دغه ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو د وروستي حالت او د هغو د پراختیا په لارو چارو خبرې وکړې.
د ایران د اسلامی جمهوریت او ډنمارک خارجه وزیرانو همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمینځ د قونسلګرۍ د سلامشورو د پیاوړتیا لپاره د یو میکانیزم په جوړولو موافقه وکړه.
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر لارس لوک راسموسن یو ځل بیا د قران کریم د سپکاوي سره خپل سخت مخالفت اعلان کړ او دا ډول کړنې یې وغندلې.
ډنمارکي- سویډني سیاستوال "راسموس پالودان" د جنورۍ په میاشت کې د سویډن په پلازمینه ستاکهولم کې د ترکیې د سفارت مخې ته د قران کریم یوه نسخه وسوځوله.
یوه اونۍ وروسته پالودان په ډنمارک کې د یوه جومات مخې ته د قران کریم یوه بله نسخه وسوځوله.
د دغه ښي اړخه سیاستوال توهینونکي عمل د نړۍ مسلمانان په قهر کړل او له پراخو غندنو سره مخ شول.
د یادونې وړده چې په سویډن کې د مالمو څارنوالۍ تیره میاشت د "راسموس پالودان" د نیولو امر صادر کړ.