May 30, 2023 07:03 Asia/Kabul
  • ۶۳ فیصده افغانستاني کډوال ایران ته راځي

د ایران د اسلامي جمهوریت د عدلیې د وزیر مرستیال ټینګار وکړ: د افغانستان ۶۳ فیصده کډوال ایران ته مخه کوي.

د ایران د عدلیې مرستیال وزیر سید علي کاظمي په دې خبرې سره چې ایران د افغانستان د ۶۳ سلنه کډوالو منزل دی، وویل: حکومت تر خپله وسله او د دغو کسانو د کرامت سره سم د هغوي د منلو کوشش کوي خو تمه لري چې نړیوال سازمانونه او نور هیوادونه هم د خپلو انساندوستانه مسئولیتونو او د بشري حقوقو د اسنادو له مخې د رامینځته شویو ذمه واریو په لړ کښې خپلې لازیاتي مرستې وړاندې کړي.

ښاغلي کاظمي زیاته کړه: د برابر او د رنګ، توکم، مذهب، ژبې، سلامتیا، جنسیت، قومیت، ملیت، کورني حالت او له داسې نورو هر ډول تبعیضونو پرته چلند په ایران کښې د اوسیدونکي هر ماشوم حق او له ماشومانو سره په اړونده ټولو اقداماتو باندې واکمن جوت اصل دی او د غیرایراني ماشومانو او ځلمیانو لپاره ډول ډول قانوني ملاتړونه په نظر کښې نیول شوي دي.

 

ټیګونه