د ونزوئلا ولسمشر:
ایران نوی نړیوال قدرت دی
Jun 14, 2023 04:08 Asia/Kabul
د ونزوئلا ولسمشر په خپل ټوییټر کې په نوۍ نړۍ کې له ایران څخه د پاڅېدونکی قدرت په توګه یادونه کړې ده.
د ایرنا له راپور سره سم، د ونزوئلا ولسمشر نیکولاس مادورو لیکلي: مونږ د ځوان نسل لپاره د پوهې او د روزنې په اهمیت پوهېږو او په مختلفو ډګرونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت له بې سارې پرمختګونو څخه خبر یو، ایران په نوی نړیوال نظم کې د یو قدرت په توګه د مطرح کېدو په حال کې دی.
هغه دا ټوییټ په داسي حال کې خپروي چي د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د دې هیواد له چارواکو سره له خبرو اترو او د اقتصادي همکاریو د ۱۹ هوکړو له لاسلیکولو وروسته، له ونزوئلا څخه نیکاراګوئې ته روان شو.
ټیګونه