ایران ګواښونه د پرمختګ لپاره په فرصت بدل کړل
امریکا غوښتل په ګواښ او بایکاټ سره ایرانی ملت ودروی جوته کړه ایرانی ملت له ګواښ او بایکاټ ځان لپاره فرصت جوړ کړ او پرمختګ یې وکړ
د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي نن د نیکاراگوی د ولسمشر اورتګا له رسمی هرکلی وروسته د دې خبرې په کولو سره چی امریکا غوښتل په ګواښ او بایکاټ سره ایرانی ملت ودروی جوته کړه ایرانی ملت له ګواښ او بایکاټ ځان لپاره فرصت جوړ کړ او پرمختګ یې وکړ .
د اسلامی ایران ولسمشر د لویدیځ دیموکراسۍ او بشري حقوقو ادعا دروغجنه وبلله او ویې ویل لویدیځوال په تیره بیا امریکایان باید د خلکو له رایو راوتلی نظامونو احترام وکړی خو د دې په اپوټه عمل کوی .
د اسلامی ایران ولسمشر له دي مخکي وینزویلا ته لاړ وو او هلته یې د وینزویلا د ولسمشر په شمول لوړ رتبه چارواکو سره کتنه او خبرې اترې کړی وی .
د ونزوئلا ولسمشر نیکولاس مادورو هم په یوه ټویټ کې لیکلي مونږ د ځوان نسل لپاره د پوهې او د روزنې په اهمیت پوهېږو او په مختلفو ډګرونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت له بې سارې پرمختګونو څخه خبر یو، ایران په نوی نړیوال نظم کې د یو قدرت په توګه د مطرح کېدو په حال کې دی.
هغه دا ټوییټ په داسي حال کې خپروي چي د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د دې هیواد له چارواکو سره له خبرو اترو او د اقتصادي همکاریو د ۱۹ هوکړو له لاسلیکولو وروسته، له ونزوئلا څخه نیکاراګوئې ته روان شو.