صهیونیسټي دښمن د انفعال په دریځ کښې دی
معظم رهبر وفمایل: : صهیونیسټي دښمن نن سبا د انفعال او عکس العمل په دریځ کښې دی او دا حالات ښودنه کوي چې د فلسطین د مقاومت ډلې او جهادِ اسلامي، لاره په صحي توګه پيژندلې او په تدبیر سره پرې روان دی.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د فلسطین د جهادِ اسلامي غورځنګ د عمومي منشي او ورسره پلاوي په کتنه کښې، د صهیونیسټي رژيم حالات د اویا کاله مخکښې په پرتله ډیر بدل وبلل او ټینګار یې وکړ: صهیونیسټي دښمن نن سبا د انفعال او عکس العمل په دریځ کښې دی او دا حالات ښودنه کوي چې د فلسطین د مقاومت ډلې او جهادِ اسلامي، لاره په صحي توګه پيژندلې او په تدبیر سره پرې روان دی.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي پرون(چارشنبه) مازیګر د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ له عمومي منشي زیاد النخاله او ملګري پلاوي په کتنه کښې، د غزې په وروستۍ جګړه کښې د جهادِ اسلامي غورځنګ د بریا مبارکي ورکړه او په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې اسلامي جهاد او د فلسطیني مقاومت نورو ډلو له صهیونیسټي رژیم سره د مبارزې اصلي کلي موندلې ده، زیاته کړه: په لویدیځې غاړې کښې د مقاومت د ډلو ورځ تر بلې زیاتیدونکی اقتدار، د صهیونیسټي رژیم د ماتولو اصلي کلي ده او دا کار باید دوام ولري.
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر دا څرګندونې د هغو حقیقتونو څارونکې ګڼلې شو چې د لسګونو کلونو له نیواکګرۍ او جنایت وروسته یې د صهیونیسټي رژیم تزلزل، لا څرګند کړی دی. اوس کورنی کړکیچ او سیاسي شخړې او د صهیونیسټي رژيم ورستیدل له یوې خوا او د مقاومت د ډلو ورځ تر بلې سنبالښت او هم داشان د فلسطین د خلکو له حقوقو د نړیوالو ملاتړونو زیاتیدل له بلې خوا، د دغه جعلي رژيم د نابودیدو او د قدس شریف د آزادۍ هیلې څوچنده زیاتې کړې دي.
د صهیونیسټي رژیم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو د قضايي اصلاحاتو د طرحې په غبرګون کښې په نیواکي ټاټوبي کښې د وروستیو میاشتو د سړکونو پراخ اعتراضونه، په کنسټ(پارلیمان) کښې د اختلافاتو زیاتوالی، د یوې منسجمې کابینې په جوړولو کښې ناتواني، په سیاسي مشرانو باندې د نیواکي ټاټوبي د اوسیدونکو د بې باورۍ زیاتوالی او د صهیونیسټانو اپوټه مهاجرت، د هغو ستونزو ځینې نمونې دي چې د قدس نیواکګر رژیم ورسره په داخل کښې لاس او ګریوان دی.
صهیونیسټي رژيم په سیمه ایز او نړیوال ډګر کښې هم له سختو حالاتو سره مخ دی ځکه چې د صهیونیسټانو او د هغو د ملاتړو په تیره بیا امریکې د ۷۵ کلنو هلوځلو وروسته، دغه رژيم اوس په نړیواله سویه، ډیر بې اعتباره د. د قدس په نړیواله ورځ د امریکې په شمول د نړۍ په مختلفو هیوادونو کښې د ډیرو خلکو لاریون او د فلسطین له خلکو یې د ملاتړ اعلان، د هم دې ادعا او په نړۍ کښې د صهیونیسټي رژيم د لا بې اعتباره کیدو ګواه او شاهد دی.
دا په داسې حال کښې دي چې د صهیونیسټي رژيم د اصلي انډیوالې په توګه په سیمه کښې د امریکې د نفوذ کمیدل او د اسلامي هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا زیاتیدل هم ښودنه کوي چې د سیمې بدلونونه، د صهیونیسټي رژيم د غوښتنو اپوټه روان دي.
یو بل مهم ټکی چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر ورته اشاره وکړه، تد مقاومت د ډلو د اقتدار موضوع ده چې د قدس نیواکګر رژيم په ګونډو کوې شي، اوس د فلسطیني مقاومت ډلې په غزې او د اردن سیند په لویدیځې غاړې او هم داشان په اسلامي هیوادونو کښې، هم لا پياوړې او هم لا یوموټې شوې دي چې په وروستي پنځه ورځني جنګ کښې د فلسطین د جهادِ اسلامي غورځنګ بریا یې یوه ستره نښه ده.
د صهیونیسټي رژيم پوځ د مۍ د میاشتې په ۹ نیټه د غزې تړانګې خلاف د «الدرع و السهم» (ډال او غشی) په نامه نوي پوځي عملیات پیل کړل چې پنځّه ورځې یې دوام وکړ، د دغې حملې په دویمه ورځ د فلسطیني مقاومت ډلو ګډې خونې هم د "ثأر الاحرار" (د اتلانو انتقام) په نامه عملیاتو د پيلولو خبر ورکړ او د مقاومت راکټي او توغندوي حملې پیل شوې.
سره له دې چې صهیونیسټي رژيم په دغه جنګ کښې د جهادِ اسلامي د نابودولو او د هغه د توغندوي قدرت د ختمولو په لټه کښې و خو د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ په دغه جنګ کښې کابو یونیم زر توغندي او هاوانونه د صهیونیسټي دښمن په سنګرونو وورول او وتوانیده چې له مخکښې نه زیات پياوړی څرګند شي.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي په دې هکله وفرمایل: د فلسطین جهادِ اسلامي د غزې په وروستي جنګ کښې ښه امتحان ورکړ او اوس د صهیونیسټي رژيم لپاره حالات، د اویا کال پخوا په پرتله بدل شوي دي او صهیونیسټي مشران حق لري چې د دغه رژيم د اتیا کلنۍ د نه لیدو اندیښمن شي.