ایټمی صنعت د خلکو د هوساینې سبب کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i134484-ایټمی_صنعت_د_خلکو_د_هوساینې_سبب_کیږی
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د دې خبرې په کولو سره چی د ایران اکثره ایټمی پوهان وړتیا لرونکی ایرانی ځوانان دي جوته کړه ایټمی صنعت زمونږ سیاسی او نړیوال وزن زیات کړ او نن په نړۍ کې په ایټمی ، دفاعی ، ټیکنالوجۍ او پوځی صنعت کې په پرمختللیو هیوادونو کې شامل یو .
(last modified 2023-06-16T07:46:59+00:00 )
Jun 16, 2023 12:02 Asia/Kabul
  • ایټمی صنعت د خلکو د هوساینې سبب کیږی

د تهران د جمعې لمانځه خطیب د دې خبرې په کولو سره چی د ایران اکثره ایټمی پوهان وړتیا لرونکی ایرانی ځوانان دي جوته کړه ایټمی صنعت زمونږ سیاسی او نړیوال وزن زیات کړ او نن په نړۍ کې په ایټمی ، دفاعی ، ټیکنالوجۍ او پوځی صنعت کې په پرمختللیو هیوادونو کې شامل یو .

زمونږ خبریال راپور راکوی د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام والمسلمین کاظم صدیقی نن د جمعې لمانځه په خطبو کې د ایران د ایټمی صنعت پرمختګونو او په دغه حوزه کی د پرمختګونو په دوام د رهبرۍ د ستر مقام ټینګار ته په اشارې سره وویل د اسلامی انقلاب معظم لارښود ایټمی پرمختګونه د عزت عامل بولي ځکه چی سوله ایزه ایټمی صنایع د خلکو له هوساینې او سلامتیا سره اړه لری .

د تهران د جمعې لمانځه خطیب د دې خبرې په کولو سره چی د ایران  اکثره ایټمی پوهان وړتیا لرونکی ایرانی ځوانان دي جوته کړه ایټمی صنعت زمونږ سیاسی او نړیوال وزن زیات کړ او نن په نړۍ کې په ایټمی ، دفاعی ، ټیکنالوجۍ او پوځی صنعت کې په پرمختللیو هیوادونو کې شامل یو .

ښاغلی صدیقی له ګاونډیانو سره د ایران د اړیکو پراختیا سیاست  او لاتینې امریکا هیوادونو ته د اسلامی ایران د ولسمشر سفر ته په اشاری سره وویل لاتینې امریکا ته د سید ابراهیم رییسي سفر چی یو وخت د امریکا حیات خلوت وو ، ډیر پیغامونه درلودل .

ښاغلی صدیقی له عربستان سره سیاسی او کنسولی ارتباطاتو له سره پیلولو ته په اشارې سره وویل نن عربستان او د سیمې نور هیوادونه دې نتیجې ته رسیدلي دي چی له ایران سره ارتبادط د عزت ، قدرت او امنیت سبب دی او پردی عوامل په تیره بیا امریکایان دې نتیجې ته رسیدلی دي چی په سیمه کی کوم ځای نلری .