له نشه ایزو موادو سره دم بارزې لپاره دایران  دهلوځلو  په وړاندې کارړنګونې کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135230-له_نشه_ایزو_موادو_سره_دم_بارزې_لپاره_دایران_دهلوځلو_په_وړاندې_کارړنګونې_کیږي
د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ  له نشه ایزو موادو سره دمبارزې دکمیشن عمومی منشي،له نشه ایزو موادو سره په مبارزې کې ترټولو لویه کارړنګونه په افغانستان کې د تولید زیاتیدا وبلله .
(last modified 2023-07-02T22:41:25+00:00 )
Jul 03, 2023 03:06 Asia/Kabul
  • له نشه ایزو موادو سره دم بارزې لپاره دایران  دهلوځلو  په وړاندې کارړنګونې کیږي

د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرۍ  له نشه ایزو موادو سره دمبارزې دکمیشن عمومی منشي،له نشه ایزو موادو سره په مبارزې کې ترټولو لویه کارړنګونه په افغانستان کې د تولید زیاتیدا وبلله .

 د ایران اسلامی جمهوریت  په وروستیو کلونو کې د نشه ایزو موادو له قاچاق سره  په مقابلې او مبارزې کې ډیر او اوڅاره اغیزشیندونکی رول لوبولی دی.  . دملګروملتو پشمول نړیوالو  اورګانونو تل له ایران سره په دې باب  د مرستو لپاره  پخپلو ژمنو باندې په عمل کې  ډيره لټي کړې ده.

د ایران د  دولسمشرۍ  له نشه ایزو موادو سره دمبارزې دکمیشن  عمومی منشي سکندر مومني  د ایران دټيلیویژن ؛صف اول ؛نومې پروګرام  کې پخپلو خبرو کې  ووئيل،  افغانستان کابو تر شلو کلونو پورې د ماریکایانو او دناټو ځینو غړو هیوادونو په نیواک کې ؤ،   دملګروملتو  د رسمي راپور په اساس  په  دغه هیواد کې دنشه ایزو موادو تولید کابو پنځوس  برابره زیات شوی  او  مستند راپورونه ه م شته چې د ناټو ډيرو الوتکو  نشه ایز مواد ټرانزیټ کول .

سکندر مومني  زیاته کړې ده ، ځیني هیوادونه  په پریکنده توګه کارړنګونې کوي ،په هغو کې یوه کارړنګونه ظالمانه بندیزونه دي ،په کرتو مو وئيلی دي،  او  دملګروملتو چارواکو هم منلې ده   چې قاچاقچیان په ماډرن تجیهزاتو سنبال دي  او طبیعي ده چې  په دودیزو  رودو سره  ورسره مبارزه او مقابله نشي کیدلی. هغه همداراز ووئیل اسلامی ایران  په ټول توان سره  په هیواد کې د صنعتي او دودیزو نشه ایزو موادو دتولید  او منتقلیدا په زمینې کې کلکه مبارزه کوي  او درستو ځواکونو  او مامورانو خ پلې هلې ځلې  څو چنده زیاتې کړي دي .