ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135308-ورځپاڼو_ته_کتنه
دغې ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د د امت د هدایتونکی ، د عصمت د هیندارې او د شرافت د بیلګې حضرت امام هادی علیه السلام د نیکمرغې زوکړې مبارکی وړاندی کړی چی مونږه هم په خپل وار تاسو محترمو میناوالو ته په دې مناسبت د زړه له تله مبارکی وړاندی کوو .
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Jul 04, 2023 09:24 Asia/Kabul
  •  ورځپاڼو ته کتنه

دغې ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د د امت د هدایتونکی ، د عصمت د هیندارې او د شرافت د بیلګې حضرت امام هادی علیه السلام د نیکمرغې زوکړې مبارکی وړاندی کړی چی مونږه هم په خپل وار تاسو محترمو میناوالو ته په دې مناسبت د زړه له تله مبارکی وړاندی کوو .

جمهوری اسلامی

 

دغې ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د د امت د هدایتونکی ، د عصمت د هیندارې او د شرافت د بیلګې حضرت امام هادی علیه السلام د نیکمرغې زوکړې مبارکی وړاندی کړی چی مونږه هم په خپل وار تاسو محترمو میناوالو ته په دې مناسبت د زړه له تله مبارکی وړاندی کوو .

جمهوری اسلامی ورځپاڼۍ په خپل همدې لومړی مخ د  پاپ دغه خبر ه هم راخیستی ده چی ویلی یې دی ، د قران سوزولو اجازې ورکول محکوم او باطل دي .

دینی مقدساتو ته سپکاوی او د سپکو مقرراتو او چلندونو اعمالول په ټولو الهي دینونو کې یوه سپيره او ځيږه چاره ده  او د زغملو وړ نه ده، دیني ارزښتونه چې  له الهي فطرته او د بشریّت  ژغورونکی دي  ،تل باید له سپکاویو او تیریو خوندي پاتې شي.

ورځپاڼه په یوه بل ځای کی لیکی چی د فارس خلیج په اوبوکې د ایران د ایربس الوتکې د ۲۹۰ مسافرانو د شهادت ځای ګلباران شو .

په فلسطین کې انډول د مقاومت د بهیر په ګټه بدل شوی دی .

ورځپاڼه په دې اړه لیکی د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ عمومی منشی زیاد النخاله وویل نن په فلسطین کی انډول د مقاومت د بهیر په ګټه بدل شوی دی ، تر دې حده چی په وروستیو ټولو نښتو کې د فلسطین مقاومت بریالی شوی دی . د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ عمومی منشی زیاته کړی ده د مقاومت د بهیر په ګټه د انډول بدلیدا سبب شوی ده چی صیهونیسټان د جنګ له هماغه لومړیو ساعتونو په التماس سره د واسطو له لارې د اوربند خبرې مطرحوی ، هغه چاره چی جنګونه یې له څو ورځو ، څو ساعتونو او ګوته په شمیر ورځو بدل کړی دی .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی ویلی دی فرانسوی چارواکي د خپلو ښاریزو غږ واورئ . ایران د خارجه وزارت ویندوی ناصر کنعاني فرانسوي چارواکو ته سپارښتنه وکړه چی د اعتراض کونکیو غږونه واوری او له تاوتریخجنوکارونو ډ‌ډه وکړي .ښاغلی کنعاني په فرانسې کې د روان وضعیت په اړه وویل فرانسوي چارواکي هغه سپارښتنې چی نورو ته کوی ، پخپله ورته غوږ واچوی .

ناصر کنعاني همداراز د منافقینو د ترهه ګرې ډلګې د غونډې  له کوربتوبه ،هغه هم  په د غه هیواد کې د د ولس د پراخو مظاهرو   او له ټولنیزو  اوسیاسی خپګانونو سره په یووخت، د خپلو ښاریزو غوښتنو ته د فرانسې دحکومت دبې پامۍ  او له ترهه ګرو ډلګیو دسیاسی ملاتړ  د دوام له امله وباله اودا ئې په سخته محکوم  کړ.

ناصر کنعاني  وويل،  د فرانسې واکولان دې   د ایران د خلکو  له قاتلانو په ملاتړ کې د تیرو  څرګندو تیروتنو د جبرانولو او  هم د هغه  هیواد  دداخلی ژورکړکیچ او مشکلاتو د اساسی حل او جرړوپر وچولو او له خپلو ښاریزو  سره د توکمپال او توپیري چلندونو په اصلاح   دتمرکز په ځاي د هغو ترهه ګرو د غونډيدو لپاره  ډګر برابروی  چې په همداوروستیو کې ئې په آلبانیه کې  درسوائۍ غږونه  نړیوالو غوږونو ته رسیدلی دي .

ابرار ورځپاڼه

د ایران اسلامی جمهوریت د شانګهای سازمان رسمی غړی شو .

انسان وژنه د صیهونیسټانو په سټایل

په جنین کې د فلسطیني ملکیانو په کیمپ له مځکی او هوا پوځی حمله شوی ده چی د صیهونیسټی ورځپاڼو په وینا په جنین حمله په زرو عسکرو سره د امریکا په شنه اشاره ترسره شوی ده 

په دغه حمله کی تراوسه ۸ فلسطینیان شهیدان او څه د پاسه ۵۰ هم ژوبل شوي دي .د فلسطین حماس او جهاد اسلامی غورځنګونو په شمول ټولو فلسطینی ډلو ویلی دی چی درست فلسطین به د صیهونیسټانو لپاره په جهنم بدل کړو او صیهونیسټ رژیم به په جنین د حملې هدفونو ته ونه رسی .

کورواکه تشکیلاتو هم ویلی دی چی په جنین د نیواکګرانو حمله جنګی جنایت دی .

 ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د نورو مطلبونو ترڅنګ د ایران د خارجه وزارت د ویندوی ښاغلی کنعاني دغې خبرې ته هم انعکاس ورکړی دی چی ویلی یې دی ، د امریکا د حکومت سیاستونه مهم دي نه په مزاکراتو کی موجود کسان .

د ایټالیا دفاع وزیر وایی په فرانسې کې  حالات ډیر اندیښمنونکی دي .

له فرانسې داسې راپورونه رارسیدلی دي چی ښی په بلواګانو پسې د فرانسې سینماګانې تړل شوي دي .

اروپایی اتحادیې له چین سره د تجارتي مزاکراتو ماته ومنله .

د اسلامی ایران او مصر ترمینځ د ټوریسټانو تبادله په ایجنډا کې راغلی ده .

کیهان

نوموړی ورځپاڼۍ لیکلی دی چی  ایران له برجام او ایف اې ټی ایف پرته د شانګهای رسمی غړی شو او د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رییسي به نن د شانګهای په سرمشریزه کې د اصلی غړی په توګه وینا وکړی .

د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی کنعانی هم ویلی دی په دغه سازمان کې د ایران غړیتوب د دواړو لورو لپاره دوه طرفه ګټه لری .

ورځپاڼۍ همداراز په فرانسې کې د پولیسو په وسیله د مظاهرچیانو پرضد د تاوتریخوالی انځورونه چاپ کړی دي او لیکلی یې دی چی لویدیځ دولتونه درستې اروپا ته د فرانسې د بلواګانو له غځیدا ویره لري .

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رییسي د جمعې په ورځ په تهران کی د غدیر په نوم ډیر پرمختللی روغتون افتتاح کوی .

د ایران او عراق د ګډې کوټې مشر ویلی دی د ایران او عراق تجارت له لسو میلیارډ ډالرو واوښته .

د کابل ورځپاڼۍ

یادونه کوو چی مونږه دغه ورځپاڼۍ له اینټرنیټه راخلو او د محتوا مسولیت یې پرغاړه نه اخلو .

هشت صبح

د هلمند د یو شمېر اوسیدونکو ادعا؛ طالب مشران لا هم بهرامچه کې د کوکنارو کاروبار کوي . په داسې حال کې چې د طالبانو د واکمن رژیم مشران او ویاندویان په پرله پسې ډول، له نیشه یي توکیو څخه د افغانستان د پاکولو ادعا کوي او دا خپله یوه لویه لاسته راوړنه بولي؛ په هلمند کې یو شمېر ځایي سرچینو ۸ صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د طالبانو مشران او ځایي چارواکي لا هم د کوکنارو او نورو نیشه یي توکیو پر کاروبار بوخت دي.

هلمند د هېواد د هغو ولایتونو په سر کې یادیږي، چې له څو لسیزو راهیسې د کوکنارو کرکیله، تولید او پروسس، سوداګري او نورو سیمو او هېوادونو ته صادرات ورڅخه کیږي.

د بېلابېلو ملي او نړیوالو بنسټونو په راپورونو کې راغلي، چې هلمند د افغانستان په کچه د تولیدیدونکو تریاکو په چمتو کولو کې تر ۸۰ سلنې پورې ونډه لرله.

د دغه ولایت یو شمېر ځایي سرچینو ۸ صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د جمهوري نظام خلاف د جګړې پر مهال وسله والو طالبانو د هر جریب کرل شوي کوکنار له حاصل څخه درې یا څلور سېره کوکنار له کروندګرو په باج کې اخیستل.

دغه سرچینې، چې د طالبانو له وېرې نه غواړي نومونه یې خپاره شي، زیاتوي چې د طالبانو ځایي مسوولانو له هماغه مهاله، د خپلو مشرانو په همغږۍ او امر په پراخه کچه اپین( د کوکنارو حاصل) ورسره زېرمه کړی و.

سیمه ییزې سرچینې وایي، چې طالب مشرانو له بیا واکمنیدو وروسته په ښکاره د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی، خو د تریاکو له کمولو سره یې د دغو توکیو بیه لوړه کړې او خپل زېرمه کړي اپین په ډېره ګټه پلوري.

د هلمند په بهرامچه ولسوالۍ کې یو شمېر سرچینو ۸ صبح ورځپانې ته وویل، چې د افغانستان په کچه د نیشه یي توکیو د سوداګرۍ او ترانزیت له دغه مشهور مرکز  څخه د طالب مشرانو تریاک د منځنۍ اسیا تر هېوادونو هم صاریږي.

د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ یو اوسېدونکی نسیم خان، چې په مستعار نوم راسره غږیدلی، وایي په یاده ولسوالۍ کې اوس هم د طالبانو د لوړپوړو مشرانو اړوند د تریاکو د پخولو کارخونې فعاله او لسګونه تنه پکې کار کوي .

د خوړو نړیوال پروګرام: په افغانستان کې د غنمو حاصلات د ۳۰ او ۳۵ سلنې ترمنځ کم شوي دي .

د خوړو نړیوال پروګرام نن سې شنبه (د چنګاښ په ۱۳مه) اعلان وکړ، چې د وچکالۍ له امله تر ټولو ډېر زیان د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو کې د غنمو حاصلاتو ته اوښتی دی.

دغه سازمان د هېواد په شمال کې د ملخانو د برید په اړه ویلي، چې د غنمو د حاصلاتو څلورمه برخه (۱،۲ میلیونه ټنه) چې ټولیز ارزښت یې ۴۸۰ میلیونه ډالره دی، له ګواښ سره مخ کړی دی.

د نړیوال خوراکي پروګرام د راپور له مخې، تمه کیږي چې ۱۵.۳ میلیونه خلک به د ۲۰۲۳ کال د مۍ او اکتوبر ترمنځ د خوراکي توکو له سخت نه خوندیتوب سره مخ شي.

د دې سازمان د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې ۲۸.۸ میلیونه افغانان چې د هېواد د نفوس دوه پر درې برخه جوړوي، عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې له ۱۵.۴ میلیونو افغانانو سره مرسته کړې ده. خو د بودیجې د کمښت له امله شاوخوا اته میلیونه افغانان د مرستو د ترلاسه کولو له نوملړ څخه ایستل شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا ټینګار کوي چې دغه سازمان په افغانستان کې د سړه موسم پر مهال د بېړنیو مرستو د دوام لپاره ۱،۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پرله پسې وچکالۍ او د بېکارۍ د کچې لوړېدو خلک له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.