د ایران دفاعي ځواک د دښمن پر وړاندې یو قوي خنډ دی
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ځواک قوماندان، د ایران دفاعي ځواک له یو پیاوړي خنډ سره پرتله کړ او وویل، له دغه ځواک سره د مقابلې لپاره هر هغه اقدام چې ترسره کېږی، یو ځانمرګی او له ډبرې سره د سر د وهلو په څېر دی.
د ایرنا د راپور له مخې، د ایران د سپاه پاسدارانو عمومي مشر جنرال حسین سلامي څرګنده کړه، ځینې فکر کوي چې مخنیوی یوازې په توغندیو او بې پیلوټه الوتکو کې دی، خو نن ورځ هغه موضوع چې دښمن یې ناهیلې کړی، د دښمنانو پر وړاندې د نه ختمېدونکي ځواک رامنځته کېدل دي.
جنرال سلامي له اسلامي انقلاب سره په مقابله کې د دښمنانو مختلفو لارو چارو ته په اشارې سره وویل، د نن ورځې واړه دښمنان په سترو ستراتیژیو پورې تړلي دي او هېڅکله باید داسې فکر ونه شي چې دغه کسان له سناریو څخه جلا او د نظام خلاف نړیوال تصویر دی.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ځواک قوماندان زیاته کړه : دښمن د ذاتي کمزوریو له امله په نیابتي توګه عمل کوي او د امریکایانو لپاره نور امکان نه لري چې له تاسو سره په ځمکه کې نښته وکړي، ځکه هغوی ښه پوهېږي چې دغه کار به دامریکا لپاره یوه لویه ځان وژنه وي.