د چابهار بندر هند ته ښه فرصت برابر کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135732-د_چابهار_بندر_هند_ته_ښه_فرصت_برابر_کړی_دی
په تهران کې د هند سفیر ویلي چي په ایران کې د چابهار بندر د سیمې د اقتصادي بدلونونو لامل کېدایشي او هند لپاره د سوداګریو ښه فرصت برابروي.
(last modified 2023-07-16T02:36:27+00:00 )
Jul 15, 2023 10:13 Asia/Kabul
  • د چابهار بندر هند ته ښه فرصت برابر کړی دی

په تهران کې د هند سفیر ویلي چي په ایران کې د چابهار بندر د سیمې د اقتصادي بدلونونو لامل کېدایشي او هند لپاره د سوداګریو ښه فرصت برابروي.

د ایرنا له راپور سره سم، په تهران کې د هند سفیر رودرا ګاوراو شرست  تېره ورځ د ایران په جنوب ختیځ کې د چابهار له بندر څخه د کتنې پر مهال د دې په بیانولو چي دغه بندر د سیمې، اورآسیا او حتی اروپا تر مینځ د سوداګریو لپاره ځانګړی فرصت برابروي، وویل: د شانګهای د تړون غړیو هیوادونو کولایشي د چابهار له ټرانزیتي ظرفیتونو ګټه اوچت کړي.

د هندوستان سفیر جوته کړه: د شمال او جنوب تر مینځ نړیوال کرېډور کولایشي په مرکزي اسیا کې په وچو کې محصور هیوداونو ته د ټرانزیت لپاره یوه پر امنه لاره برابره کړي څو د هند بحیرې او نړیوالو اوبو ته لاسرسي وموندي.

په سیستان او بلوچستان کې د چابهار بندر د ایران یوازنی اقیانوسیه بندر دی چي د مکران د سیند په څنډه کې دی او د هند بحیرې ته لاسرسی لري.

د چابهار بندر د استراتیژیک موقعیت، نړیوالو اوبو ته د لاسرسی او د افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجیکستان، قرقیزستان او قزاقستان ته د نژدېوالی د امله ځانګړی اهمیت لري.