په سیستان وبلوچستان کې زیات شمیر وسله کشف اوضبط شو
په وروستیو کلونو کې د امریکا د زیاتره بندیزونو په ناکامیدا سره د ایران په ضد زیاتره امنیتی دباؤ راپورته شوی ، چې په دغو خوځښتونو کې هم دغه بې شرمه دښمن سپیره ماته خوړلې او هیڅ په لاس نه دي ورغلي .
د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د سرحدي قوماندانۍ جانشین په دغه ولایت کې د وسلو د قاچاق د سوه ستر چینل د کشف او له مینځه تلو خبر ورکړ.
ایرنا خبری آژانس راپورورکړوو د ایران دسیستان او بلوچستان ولایت د سرحدي ځواک د قوماندان جانشین ډګروال جواد رفیعي ووئيل، د ایران دجکیګور سرحدی فرقې پوله ساتونکو د وسلو د قاچاقیانو د فعالیت په باب د اطلاعاتو په ترلاسه کولو سره د قاچاقبرو د احتمالی ناوړه موخو د شنډولو او نیولو لپاره لاس په کار شول او عملیات ئې ترسره کړل.
ډګروال رفیعي ووئيل، د جکیګور سرحدي فرقې ماموراند سیمې په ګزمې کې په امنیتی تدبیرونو غوره کولو سره وتوانیدل یو ګاډی او څلور تورن کسان ونیسي او د هغوي له منګولو زیات شمیر میرمي ، تمانچې او نورو وسایل کشف او ضبط کړي.
د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته ، د امریکا، صهیونیسټي رژيم او د دوي ځیني سیمه ایز غولیدلي ګوډاګیانو له خوا مختلفې دسیسې او پلانونه ترسره کیږي، خو تر دې د مه په هیڅ یوې دسیسې کې بریالي شوي نه دي.
په وروستیو کلونو کې د امریکا د زیاتره بندیزونو په ناکامیدا سره د ایران په ضد زیاتره امنیتی دباؤ راپورته شوی ، چې په دغو خوځښتونو کې هم دغه بې شرمه دښمن سپیره ماته خوړلې او هیڅ په لاس نه دي ورغلي .