د ایران اوافغانستان ځینې مطبوعات
د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي ویلی دی د ګچساران پیټروکیمیکل کارخانه د بایکاټونوپه وړاندی د مقاومت د هنر بیلګه ده .
کیهان
د تهران چاپ کیهان ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ په نړۍ کې د ایران د ځوانانو د والیبال ملی ټیم د اتلوالۍ په مناسبت د رهبرۍ د ستر مقام حضرت امام خامنه ای د مننې پیغام ته انعکاس ورکړی دی او د امام خامنه ای له قوله یې لیکلی دی د ایران ملت زړه مو په ښې لوبې سره خوشحاله کړ له تاسو ټولو مننه کوم .
د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي ویلی دی د ګچساران پیټروکیمیکل کارخانه د بایکاټونوپه وړاندی د مقاومت د هنر بیلګه ده .
نیشنل اینټرسټ ورځپاڼۍ لیکلی دی ، امریکا په اسانۍ سره په خپلو ژمنو پښې ایږدي او د یوکرین ننې کړکیچ د واشنګټن د خیانت نتیجه ده .
ایران او پاکستان د سرحدي همکاریو پر زیاتولو او له ترهګرو ډلو سره پر مبارزې ټینګار وکړ . ورځپاڼه په دې اړه لیکی د ايران د بهرنيو چارو وزير حسين اميرعبداللهیان د پاکستان د پوځ له قوماندان جنرال عاصم منير سره په کتنه کې، د پولو په اوږدو کې د دغه هېواد د پوځ د مثبت او رغنده رول په ستاينه سره، په امنیتي همکاریو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پولو په بدلولو او له اقتصادي پلوه د سوکاله پولو پر جوړولو او د سرحدي بازارونو پر پراخوالي ټینګار وکړ، چې د سرحدي ولایتونو د اوسېدونکو د هوساینې او پرمختګ سبب کېږي.
د پاکستان د پوځ قوماندان هم وویل پاکستان د ایران په څېر ګاونډي هېواد ته خوشحاله دی او په ټولو برخو کې د اړیکو د پراختیا هرکلی کوی. جنرال عاصم منیر د ایران له چارواکو سره د شویو موافقو پر ارزښت په ټینګار سره هیله څرګنده کړه چې د دغو موافقو په پلي کېدو سره به د دواړو هېوادونو خلک د دغو همکاریو پایلې ژر تر ژره وویني.
پاکستان د پوځ قومندان او د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په دغه کتنه کې د اقتصادي اړیکو د پراختیا، له ترهګرو ډلو سره د مقابلې، د سرحدي ملګرتیاو د زیاتوالي، د ایران او پاکستان د ګازو د نل لیکي او د برښنا د صادراتو په اړه، د دواړو ګاونډیو هېوادونو په نژدې اړیکو په ټینګار سره، د نظر تبادله وکړه.
د ایران د خارجه وزارت ویندوی ښاغلی ناصر کنعاني په خبری غونډه کی ویلی دی د ایرانی ملت د حقوقو د تامینولو لپاره به له ډیپلوماټیکو فرصتونو غفلت ونکړو .
برلین له پوټین سره مزکرات رد کړل .
د ترکیې ولسمشر اردوغان وایی د سوریې له شمال نه ووځو .
په ډنمارک کې د ایران سفارت د سپیڅلیو کتابونو سپکاوی وغنده .
قدس
دغې ورځپانۍ هم په نړیوالو سیالیو کې د ایران د ځوانانو د والیبال د ملی ټیم د اتلوالۍ په مناسبت د رهبرۍ د ستر مقام حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامکنه ای پیغام ته اشاره کړی ده او لیکی یې دي چی حضرت امام خامنه ای له ځوانو والیبالیسټانو مننه کړی ده .
د ایران او چین د تجارتی کوټې د رییسه پلاوی مشر وویل د ایران او چین موافقې له راتلونکی میاشتې اجرایی کیږی .
د ایران د خارجه وزارت ویندوی ناصر کنعاني ویلی دی ایران هیڅکله د درې ګوڼه ټاپوګانو په حاکمیت خبرې نه کوی .
د فلسطین الیوم د راپور له مخې صهیونیسټي رژیم د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۵۶۸ ماشومانو او ۷۲ فلسطیني ښځو په ګډون ۳ زره او ۸۶۰ فلسطینیان نیولي دي.
د لبنان د حزب ا... د غورځنګ د مرکزی شورا غړی شیخ نبیل قاووق له ټولنیزو او اقتصادي بحرانونو د هیواد د ژغورلو په موخه د یوې ملي هوکړې په ضرورت ټینګار کړی دی .
اسلامي ایران به د هیرمند د اوبو له حقه تیر نشي .ورځپاڼه په دې اړه لیکی د هیرمند د تړون پراساس چې په نولس سوه دوه اویایم میلادي کال کښې د ایران او د افغانستان د هغه وخت چارواکو لاسلیک کړی و د هیرمند سیند له اوبو د ایران ونډه په کال کښې اته سوه شل میلیونه مکعب میټره او په یوې ثانیې کښې کابو شپږویشت مکعب میټره ده چې البته دغه اندازه په مختلفو میاشتو او موسمونو کښې تفاوت لري.
د افغانستان د اشرف غني حکومت چې د ایران د اوبو د حق د تامینولو ادعا یې کوله په نیمروز ولایت کښې د هیرمند سیند د پاسه د کمال خان ډیم په جوړولو سره عملا د هیرمند د تړون د اجرا خنډ شو چې د ایران په خاوره په تیره بیا په سیستان و بلوچستان ولایت کښې د هیرمند سیند په شاوخوا سیمو کښې د انسانانو، ځناورو او د بوټو ژوند ته یې ډیر زیات تاوانونه ورسول.
د ایران د بریښنا وزیر علي اکبر محرابیان له خبریالانو سره په خبرو کښې په دې په ټینګار سره چې تراوسه د هیرمند سیند د اوبو د جاري کولو په هکله له بیلابیلو سلامشورو سره سره دغه موضوع نده محققه شوي وویل د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي په دغه موضوع ټینګار لري او هغه له ټولو چارواکو غوښتي دي چې دغه چارې ته پام وکړي.
د ایران د بریښنا وزیر علي اکبر محرابیان په دې خبرې سره چې د ایران د اوبو د حق د تحقق له نه موندل کیدا سره سره به د اوبو د تامینولو لپاره ضروري اقدامات وشي وویل تر ټولو مهم اقدام د سیستان و بلوچستان له ابخوان دشت نهلاب څخه د اوبو انتقالیدل دي چې د دغه ولایت د یوې برخې ضرورت پوره کولای شي.
محرابیان له عمان سمندر سیستان و بلوچستان ، خراسان رضوي او خراسان جنوبي ولایتونو ته د اوبو انتقالول نور اقدامات وبلل چې د اجرا په حال کښې دي.
د کابل چاپ ځینې ورځپاڼۍ
هشت صبح
یادونه کوو چی مونږه دغه ورځپاڼۍ له اینټرنیټه راخلو او د محتوا مسولیت یې پر غاړه نه اخلو .
د ټي ټي پي پر یوه قومندان برید شوی .د ننګرهار سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د پاکستاني طالبانو یو قومندان نورولي مسید د ناپېژاندو وسله والو له لوري برید شوی دی.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دا برید د سرطان په ۲۵مه د یکشنبې په ورځ شوی، چې په پایله کې یې د دغه پاکستاني طالب قوماندان دوه ساتونکي ټپیان شوي، خو نورولي ته زیان نه دی رسولی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، پر مسيد هغه مهال بريد شوى، چې د کونړ مرکز جلال اباد ښار ته څېرمه له يوې غونډې څخه د راستنېدو په حال کې و.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
بل خوا په ننګرهار کې ځايي طالب چارواکو د پاکستاني طالبانو شتون او د دې پېښې رامنځته کېدل رد کړي دي.
ځايي اوسېدونکي ادعا کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو او مرکز کې د پاکستاني طالبانو فعاليتونه ډېر شوي دي.
د دوی په خبره، افغان طالبان نه یوازې په دغه ولایت کې د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو مخه نه نیسي، بلکې هغوی ته یې نور تاسیسات هم په واک کې ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر افغان طالبانو ته خبرداری ورکړی، و چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان له فعالیتونو لاس واخلي.
طالبانو هرات کې بې چادریو ښځې په ټکسي کې له ګرځیدو منع کړې
په هرات کې ځایی سرچینې وایي، د طالبانو د امربالمعروف استازو په دغه ولایت کې د ټکیسو او زرنج ریکشو چلوونکو ته خبرداری ورکړی چې که ښځې او نجونې له چادرۍ پرته لېږدوي، بندیان به شي.
سرچينې د سرطان په ٢٦مه، ٨صبح ورځپاڼې ته وويل، چې د طالبانو استازو په هرات ښار کې د پوستو په جوړولو سره په دغه ښار کې ټکسي چلوونکو او ټراسيکل چلوونکو ته خبردارى ورکړى، چې له چادرۍ پرته د ښځو د لېږد حق نه لري.
په هرات کې د وسله والو طالبانو چارواکو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې په دغه ولايت کې يو شمېر ښځې چې حجاب اغوندي، تاييدوي چې ټکسي چلوونکي او زرنج چلوونکي يې له لېږدولو ډډه کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې له يوې اوونۍ راهيسې په هرات ښار کې د طالبانو دامر بالمعروف استازو هغه ښځې او نجونې چې چادري نه لري، نيولي او بيا يې له کورنيو سره د اعتراض په ډول اړیکې نیولي دي.
طالبانو په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته پر ښځو او نجونو زیات محدودیتونه لګولي دي.
دغې ډلې لومړی په ښوونځیو کې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه او بیا یې پوهنتونونو ته د نجونو د تګ مخه ونیوله. په وروستۍ پېښه کې د طالبانو مشرتابه په هېواد کې د ښځو د سینګار مرکزونه هم تړلي دي.
مسیر ورځپاڼه
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي چې د افغانستان پر وړاندې د ځينو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو منفي تعامل، دمګړۍ د مثبت کېدو په لور روان دی. نوموړي په یوې غونډه کې زیاته کړې چې د نړۍ هېوادونو په تېرو شلو کلونو او د سرپرست حکومت د نږدې دوو کلونو واکمنۍ په لړ کې له بېلابېلو فشارونو سره بریالي نه شول چې خپلې موخې عملي کړي. متقي همدارنګه ټینګار کړی چې اوس نړۍوالې ټولنې درک کړې چې د افغانستان خاوره د نړۍ لپاره ګواښ نه ده. هغه زیاتوي چې نړۍوال سازمانونه د اقتصادي وضعیت پر ښهوالي، بانکي سیسټم، له نشهيي توکو سره پر مبارزې او په هېواد کې د اداري فساد پر کموالي اعتراف کوي. د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه زیاتوي چې دمګړۍ سرپرست حکومت په بهرني سیاست کې بریالی دی او یوځل بیا د نړۍ له هېوادونو سره د سرپرست حکومت د ښو اړیکو غوښتونکی دی.