ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136842-ورځپاڼو_ته_کتنه
نن د ایران د اسلامي جمهوریت ورځپاڼو په بېلابېلو مسائلو باندې بحث کړي دي.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Aug 08, 2023 09:12 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

نن د ایران د اسلامي جمهوریت ورځپاڼو په بېلابېلو مسائلو باندې بحث کړي دي.

د ایران چاپ د ورځپاڼو په سر کې به اطلاعات راواخلو.

دغه ورځپاڼه په خپل ننۍ ګڼه کې د بهرنیو مطالبو په برخه کې دریو مهمو مسایلو ته انعکاس ورکړی دی.

ورځپاڼه له تېرو میاشتو راهیسې د هندوستان په مانیپور ایالت کې د قومې نښتو او تاوتریخوالو دوام ته په اشارې سره لیکي چي د هندوستان لومړي وزیر نرندرا مودي کېدایشي له خپل مقام څخه ګوښه کړای شي. ځکه چي هغه د دریو میاشتو په تېرېدو سره لاهم په مانیپور کې د سختو قومي نښتو په وړاندې چوپتیا غوره کړې ده.

وررځپاڼه زیاتوي: په دې کار سره، د پارلمان یوشمېر غړي له نرندرا مودي او د هغه له ګوند څخه ناراضه شوي دي او هغه ته د عدم اعتماد د رایي د ورکولو طرحه په پارلمان کې مطرح شوې ده. د ورځپاڼې په وېنا ممکنه ده د هندوستان لومړي وزیر له خپلې دندې څخه ګوښه شي. مانیپور کې روانو تاوتریخوالو کې له ۱۵۰ زیات کسان وژل شوي او ۵۰ زره کورنۍ بې کوره شوي دي.

ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا دې ته په اشارې سره، چي سعودي عربستان د اسرائیل له رژیم سره، د اړیکو برقرارولو لپاره سخت شرایط ټاکلي دي، لیکي چي د اسرائیل رژیم د سعودي عربستان له لورې د ایټمې فعالیتونو له پیلېدو سره موافقه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي: د صهیونیست رژیم د بهرنیو چارو وزیر ویلي چي په دې شرط چي امریکا په سیمه کې د اسرائیل له رژیم څخه په ملاتړ کې یو دفاعي چتر رامینځ ته کړي، صهیونسیت رژیم د سعودي د ایټمې پروګرام له پیلېدو سره موافقه کوي.

د صهیونیست رژیم خارجه وزیر الی کوهن د دې رژیم له رېډیو سره، په مرکه کې وویل: مونږ په پوره شوق سره، د یوه داسي فوځي ائتلاف د جوړېدو په تمه کې یو چي د امریکا په ملګرتیا سره، په سیمه کې د هر ډول ایټمې ګواښ په وړاندې له صهیونیست رژیم څخه ملاتړ وکړي.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، د صهیونیست رژیم خارجه وزیر ویلي چي له جنوبي کوریا څخه چي د شمالي کوریا له ایټمې ګواښ سره مخ دی کتنه مي وکړه، ما ولېده چي جنوبي کوریا د امریکا تر ایټمې چتر لاندې راوستل شوې ده، ما دا فکر وکړ چي دا کار مونږ د عربستان په برابر هم کولایشو.

ورځپاڼه زیاتوي چي د صهیونیست رژیم لومړي وزیر نتانیاهو دا خبره درې کاله مخکې کړې وه، هغه ویلي وه چي د عربستان له سوله ایز ایټمې پروګرام سره په دې شرط موافقه کوي چي امریکا سیمه کې د صهیونیست رژیم لپاره یوه دفاعي چتر رامینځ  ته کړي.

ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا د انګلیس د دفاع وزارت له لورې د اوکراین په هکله خپور شوی راپور ته انعکاس ورکړی دی.،

د ورځپاڼې له راپور سره سم، سره له دې چي روسیه په اوکراین کې د هوایي عملیاتونو د تر سره کولو لپاره زیات ظرفیتونه یې په کار اچولې دي خو بیا هم په ځمکه کې د خپلو ځواکونو ملاتړ نه شي کولای او د روسیې جنګي الوتکو د اوکراین د دفاعي سیسټمونو په خاطر له زیاتو محدودیتونو سره لاس په ګرېوان دي. نو ځکه روسي ځواکونه پرمختګ نه شي کولای.

ابرار

د تهران چاپ دغه ورځپاڼه بیا د زمري د میاشتې د ۱۷ نیټې په مناسبت د افغانستان د بلخ په ولایت کې د ایران د اسلامي جمهوریت د کنسولګرۍ اعلامیې ته انعکاس ورکړي دی چي یې ویلي په مزاره کې د ایراني ډیپلوماټانو او خبریالانو د وژلې د ترهګریزې پېښې څېړنه د تعقیبونې وړ دی.

ورځپاڼه زیاتوي په مزار کې د ایران د اسلامي جمهوریت سرکنسول سید حسن یحیوي په اعلامیه کې ویلي چي د زمري د میاشتې ۱۷ د یوې ترخې پېښې یادونه کوي چي په ترڅ کې یې ۲۵ کاله مخکې یو شمېر ایراني ډیپلوماټان او یو ایرانی خبریال د نړیوالو قوانینو په خلاف او د اسلامي او انساني منطق سره په ټکر کې په کنسولګرۍ کې ووژل شول او په شهادت ورسېدل.

اعلامیه کې زیاته شوې چي  د دغه ترهګریزې پېښې پټ اړخونه معلومېدا د ایران د ولس او د دولت حق دی او د تعقیبونې وړ مساله ده. د اعلامیې په پای کې د دغه جنایت د لاملینو په معلومېدو او سزا کولو هیله څرګنده شوې ده.

ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا لیکي چي د ایران سمندري ځواکونه د نړۍ په کچه تر ټولو ۱۹ پیاوړی ځواک بلل شوی دی،

د ورځپاڼې له راپور سره سم، په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د نړۍ د ۳۶ هیوادونو سمندري ځواکونه پیاوړي بلل شوی چي ایران په کښې ۱۹ مقام خپل کړی او له هالنډ، کاناډا، برازیل، اسټرالیا، یونان، اوکراین او بلژیک نه پیاوړی بلل شوی دی.

کیهان

د تهران چاپ دغه ورځپاڼه  (په پاکستان کې د افغان کډوالو سختو ورځو) تر عنوان لاندې په یو مطلب کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د ناوړه حالاتو په هکله د بشري حقوقو د فعالانو اندېښنو ته انعکاس ورکوي او لیکي چي اوس مهال د پاکستان امنیتي ځواکونه کور په کور د افغان کډوالو د موندلو او نیولو لپاره تلاشۍ کوي.

ورځپاڼه زیاتوي: په پاکستان کې یو شمېر د بشري حقوقو فعالانو له حکومته غوښتې چي د افغان کډوالو په وړاندې له نړیوالو اصولو څخه پیروي وکړي، هغوی ویلي چي پاکستاني پولیس دې ژر تر ژره د افغان کډوالو د ځورولو بهیر ودروي.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو په کورونو چاپې وهې او هغوی ډبوي او تکوهي.

ورځپاڼه زیاتوي چي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند د پاکستان د حکومت د کړچار په غندنې سره، په ټینګار سره ویلي چي افغان کډوال د دې هیواد لپاره امنیتي ګواښ نه دی.

کیهان ورځپاڼه په یو بل خبر کې بیا د صهیونیست رژیم د وزیر خبرو ته انعکاس ورکړي چي یې ویلي هر یو کس باید یو فلسطینی ووژني او دا کار د ستاینې وړ دی.

د ورځپاڼې له راپور سره سم، د صهیونیست رژیم د امنیت وزیر بن ګویر د صهیونیستانو د ترهګریزې څېرې په څرګندولو سره، عامو صهیونیستانو ته د ښځو او ماشومانو په ګډون د فلسطینیانو د وژلو امر ورکړ او وویل هر یو کس چي یو فلسطینی ووژني داکار یې د ستاینې وړ دی.

ورځپاڼه لیکي په داسي حال کې چي صهیونیست رژیم د خپلو ترهګریزو اقداماتو مسئولیت نه مني، د دې رژیم وزیر په ډاګه د عامو فلسطینیانو د وژلو امر صادروي او له ټولو صهیونیستانو څخه غواړي چي د فلسطینیانو په وژلو کې د دې رژیم سره ملګرتیا وکړي. چي د ورځپاڼې په باور د صهیونیست رژیم توکم پاله، جنایتکار او ترهګره څېره بربنډوي.

عزیزانو اوس به هم لاړ شو د کابل مطبوعاتو ته خو یادونه کوم چي مونږ د افغانستان د ورځپاڼو مطالب د هغوی له انلاین ویب پاڼو څخه راخلو.

مسیر

لومړی به راشو مسیر ته

دغې ورځپاڼې لیکلي: د ترکیې چارواکي وايي چې ۶۴ تنه افغان کډوال یې، چې دغه هیواد ته په غیرقانوني ډول ننوتي وو، په ارزانتن ښار کې نیولي دي. ورځپاڼه زیاتوي چي  دا کسان یې په یوه لارۍ کې د هغې له ایراني چلوونکي سره نیولي دي. د سږ کال په جون میاشت کې ترکیې له خپلې خاورې ۱۳۸ افغان کډوال افغانستان ته ولېږل. د ترکیې حکومت په وروستیو کې د ټولو بهرنیو کډوالو په اړه، چې په غیر قانوني ډول دغه هېواد ته راغلي، قیودات زیات کړي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر پښتونخوا ته په خپل سفر کې ویلي چې په ترهګریزو پېښو کې د افغانانو لاس لرل به د سیمې سولې او ثبات ته لوی زیان ورسوي.

کلید انلاین

دغه انلاین خپرونه بیا د پآکستان د فوځ دمشر خبرو ته انعکاس ورکړی دی چي یې ویلي افغانان په پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې رول لري.

د خپرونې له راپور سره سم، د پاکستان د پوځ له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ژنرال عاصم منیر د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون ته په اشارې سره ویلي چي دا کار د طالبانو له ژمنو سره په ټکر کې دی.

کلید زیاتوي:  هغه یو وار بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړې، او ویلي یې دي چې هېواد به یې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره له هېڅ اقدام شاته نه شي.

بهرني ورځپاڼې

بهرنیو ورځپاڼو کې بلومبرګ د ایران د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د سرپرست حکومت تر مینځ  یو شمېر اختلافاتو ته په اشارې سره ادعا کړې ده چي طالبانو ایران سره جګړې ته سلګونه پوځي ګاډي او ځانمرګي چمتو کړي دی.

مقاله کې راغلي، د ایران او طالبانو استازو د هلمند د موافقې پر سر د ډيپلوماتیکو هڅو د دوام او ځینو پرمختګونو خبره کړې، خو لیکوال د طالبانو د یوه چارواکي په حواله ویلي چې طالبان له ایران سره جګړې ته هم چمتووالی نیسي.

د طالبانو ویاندویانو په دې اړه د بلومبرګ پوښتنې نه دي ځواب کړي، خو پخوا تر دې دوی ویلي، له ایران سره د اوبو لانجه د خبرو له لارې هواریدلی شي.