سعودي عربستان ته په ایران کې د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال وایی، په ایران کې د سعودي عربستان د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال وایی، په ایران کې د سعودي عربستان د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت او سعودي عربستان چارواکو په وروستیو اونیو کې په بېلا بېلو اقتصادي، سیاسي او کلتوري برخو کې خپلو اړیکو ته پراختیا زیاته کړې ده.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ مرستیال مهدي صفري د ایسنا سره په خبرو کې ویلي: موږ کولی شو سعودي عربستان ته د فولادو، شیشې، سرامیک ټایلونو او ساختماني موادو په برخه کې غوره صادارت ولرو.
د نوموړي په وینا، د فولادو، نانومیډیسن او طبی تجهیزاتو په برخو کې د ایران ظرفیتونه ډیر لوړ دي.
د ښاغلي صفري په وینا د ایران او عربستان ترمنځ د ګډې پانګونې بحثونه هم ترسره شوي دي.
د ایران د اقتصادي دیپلوماسۍ مرستیال وویل: موږ ډیری فابریکې لرو چې په سعودي عربستان کې د فولادو په برخه کې ګډې پانګونې ته لیواله دي، دغه راز دلته هم د هوټلونو د جوړولو په ګډون د پانګونې بیلا بیلې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د هغه په وینا په عمومي ډول په ایران کې د انجینرۍ خدمتونو په برخه کې د سوداګرۍ او صادراتو لپاره غوره زمینه برابره ده.