د شاهچراغ (ع) د ترهه ګروعملیاتوعاملان به سخته سزا وویني
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137096-د_شاهچراغ_(ع)_د_ترهه_ګروعملیاتوعاملان_به_سخته_سزا_وویني
د ایران د خارجه وزیر امیر عبداللهیان په شاهچراغ کې ترهه ګر عملیات په کلکه وغندل او ویې ویل د دغه جنایت عاملان ، حکم ورکونکي او ملاتړي سخت انجام وویني .
(last modified 2023-08-13T21:36:58+00:00 )
Aug 14, 2023 01:47 Asia/Kabul
  • د شاهچراغ (ع) د ترهه ګروعملیاتوعاملان به سخته سزا وویني

د ایران د خارجه وزیر امیر عبداللهیان په شاهچراغ کې ترهه ګر عملیات په کلکه وغندل او ویې ویل د دغه جنایت عاملان ، حکم ورکونکي او ملاتړي سخت انجام وویني .

ښاغلی امیر عبداللهیان د یو شهید شوی کس کورنۍ ته د تسلیت په ویلو سره له خدای تعالی د ژوبلو کسانو د سلامتیا او ښه کیدا دعا وکړه .

پرون مازیګر یو وسله وال ترهه ګر د حضرت شاهچراغ علیه السلام د حرم له باب المهدی حرم ته د ورداخلیدا نیت درلوده چی د حرم د ساتونکیو له مقاومت سره مخامخ شو .

د داعش ترهه ګرې ډلګۍ د دغې ترهه ګرې حملې مسولیت پرغاړه اخیستی دی . په دغه حمله کی تراوسه یو کس شهید شوی او اته کسان ژوبل شوي دي چی ټول درملیزو مرکزونو ته منتقل شوي دي .