امیر عبداللهیان: مزار شریف کښې د ایران د کنسولګرۍ د شهیدانو د حقوقو تعقیوو
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په مزار شریف کښې د ایران د کنسولګرۍ د شهیدانو د درنښت په دستورو کښې، د شهید شویو سفارتکارانو د حقوقو په تعقیبونې او ترلاسه کونې باندې تاکید وکړ.
د فارس خبري آژانس د رپورټ له مخې، د افغانستان په مزارشریف کښې د ایران د اسلامي جمهوریت په کنسولګرۍ کښې د کارکونکو اتو ډیپلماټانو د شهادت پنځویشتمه کلیزه نن د ایران په خارجه وزارت کښې ولمانځله شوه.
په دغو دستورو کښې چې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان، د افغانستان په چارو کښې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي او د بهرنیو چارو د وزارت د ځینو نورو چارواکو او د مزار شریف د شهیدانو د کورنیو په شتون سره ترسره شوې، خارجه وزیر په یوه وینا کښې په افغانستان کښې د بهرنیو چارو د وزارت د شهیدان د مقام د قدرونې په ترڅ کښې، د کنسولي او سفارتي دندې د ترسره کولو په مهال د دغو شهید شویو مظلومو همکارانو د حقوقو په تعقیبونې او ترلاسه کونې ټینګار وکړ.
په دغو مراسمو کښې د شهید شویو سفارتکارانو د کورنیو ځینو غړو هم په افغانستان کښې د خپلو همسرانو او پلرونو د شهادت په هکله ویناوې وکړې او د مزار شریف د شهیدانو له لمانځغونډې یې قدرونه وکړه.
هغوي هم داشان «ډیپلماټ شهیدانو د ورځې» په توګه د هیواد په کال هینداره کښې د یوې ورځې د ټاکل کیدو غوښتنه وکړه.