د شیراز د ترهګرې حملې تر شا د ګڼو جاسوسي ادارو لاس دی
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران ویاند په دې خبرې سره چې ګڼ جاسوسي سروسونه د شیراز د ترهګرې حملې تر شا لاس لري، وویل: د ایران اسلامي جمهوریت به ترهګرو ته پریکنده او ځپونکی ځواب ورکړي
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران ویاند په دې خبرې سره چې ګڼ جاسوسي سروسونه د شیراز د ترهګرې حملې تر شا لاس لري، وویل: د ایران اسلامي جمهوریت به ترهګرو ته پریکنده او ځپونکی ځواب ورکړي.
د ایران پریس د خبر له مخې، سردار رمضان شریف په دې خبرې سره چې دښمنان تل هڅه کوي چې د یولړ لانجو په جوړولو سره، یو رسندوي کار پلان کړي، وویل: د خلکو په عمومي زیارت باندې یرغل د دښمنانو ډیر زیات ذلت او سپک کار دی.
سردار رمضان شریف دې ټکي ته په اشارې سره چې په کومو کسانو چې د شاه چراغ د حرم په پيښه کښې د لاس لرلو شک کیده، هغه نیول شوي دي، څرګنده کړه: دښمن د شاهچراغ په ترهګرې پيښې کښې د مذهبي او قومي اختلافاتو د پراخولو او د ګاونډي هیوادونو ترمینځ د درز او اختلاف د رامینځته کولو په لټه کښې دی.
د سپاهِ پاسداران ویاند په دې خبرې سره چې داعش او د ایران د ملي ګټو مخالف ترهګر په خپلو کښې یو شوي دي او دا د ایران د اسلامي انقلاب د دښمن وروستۍ هلې ځلې دي، ټینګار وکړ: ترهګرو ته به خامخا پریکنده ځواب ورکړی شي.
د فارس ولایت د عدلیې مشر حجتالاسلام «سید کاظم موسوي» د حضرت احمد بن موسی علیه السلام په پاک حرم باندې د حملې د اصلي ترهګرو د هویت په هکله وویل: دغه نیول شوي کس په خپلو ابتدايي تحقیقاتو کښې ځان، د «رحمت الله نوروزف» په نامه د تاجکستان ښاریز معرفي کړی دی.