د روسیې په نندارتون کې د ایران د دفاعي توان ښودنه وشوه
د روسیې او بېلا بېلو هېوادونو دفاع وزیرانو په حضور کې د روسیې د پوځي ټیکنالورۍ په نړیوال نندارتون کې د ایران اسلامي جمهوریت د دفاعي توانمندۍ ښودنه وشوه.
د روسیې او بېلا بېلو هېوادونو دفاع وزیرانو په حضور کې د روسیې د پوځي ټیکنالورۍ په نړیوال نندارتون کې د ایران اسلامي جمهوریت د دفاعي توانمندۍ ښودنه وشوه.
ایرنا خبری اژانس وایی د روسیې د پوځ د ۲۰۲۳ کال د روسیې د پوځی ټیکنالوژیو اتم نړیوال نندارتون د دوشنبې په ورځ په ماسکو کې پرانیستل شوی وو چې په کې د ایران وروستۍ دفاعي او پوځي وړتیاوې نندارې ته وړاندې شوې.
د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د «آرم ۲۰۲۳» په نندارتون کې د ګډون په ترڅ کې د ایران د بیړۍ څخه لیدنه وکړه او د ایران د وروستیو پوځي او دفاعي تولیداتو او تکنالوژۍ په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.
د بیلاروس، ارمنستان، پاکستان او د ازبکستان د دفاع وزیرانو هم د ماسکو د پوځي نندارتون په لومړۍ ورځ د ایران له برخې څخه لیدنه وکړه.
د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال عزیز ناصر زاده د دوشنبې په ورځ د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ مسکو ته ورسید او د روسیې په پوځي نندارتون کې د بیلابیلو هیوادونو د دفاع وزیرانو کوربتوب وکړ.
د روسیې په پوځي نندارتون کې هر ډول برید، کشفي او جنګي بې پیلوټه الوتکې، الکترونیکي جنګي تولیدات، دفاعي سیستمونه، جنګي او نورې چورلکې نندارې ته اېښودل شوي دي.