دایران اوعربستان خارجه وزیرانو د اړیکو د نوی سپرکی په پیلولوټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137278-دایران_اوعربستان_خارجه_وزیرانو_د_اړیکو_د_نوی_سپرکی_په_پیلولوټینګار_وکړ
د ایران خارجه وزیر د فلسطین مسلې ته پام کول د اسلامی نړۍ اصلی مسله وبلله او د دې خبرې په کولو سره چی د اسلامی ملګرتیا سازمان ، په نړیوال نظام کې مهم فعال دی ، جوته کړه شک نشته چی صیهونیسټ رژیم به په سیمه کی درز او نیواکګري ته دوام ورکړی .
(last modified 2023-08-17T22:09:10+00:00 )
Aug 18, 2023 02:29 Asia/Kabul
  • دایران اوعربستان خارجه وزیرانو د اړیکو د نوی سپرکی په پیلولوټینګار وکړ

د ایران خارجه وزیر د فلسطین مسلې ته پام کول د اسلامی نړۍ اصلی مسله وبلله او د دې خبرې په کولو سره چی د اسلامی ملګرتیا سازمان ، په نړیوال نظام کې مهم فعال دی ، جوته کړه شک نشته چی صیهونیسټ رژیم به په سیمه کی درز او نیواکګري ته دوام ورکړی .

 

زمونږ خبریال راپور راکوی د ایران او عربستان خارجه وزیرانو د تهران او ریاض د اړیکو د نوی سپرکي په پیلولو او دواړو هیوادونو ترمینځ د لاسلیک شویو موافقو په اجرا ټینګار وکړ.

 د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون سعودي عربستان  ته ولاړ او د ریاض چارواکو په هوايي ډګر کښې د هغه هرکلی وکړ.

د ایران اسلامي جمهوریت او عربستان مخکې د چین په مینځګړیتوب سره موافقه وکړه چې له اوو کلونو وروسته دوه اړخیزه ډيپلوماټیکې اړیکې له سره ټینګې کړي.

حسین امیرعبداللهیان له خپل سعودي همڅنګ سره له کتنې وروسته په خبری غونډه کې د دې خبرې په کولو سره چی ایران او عربستان په دنیا او لویدیځې اسیا کې دوه مهم هیوادونه دي ، وویل د دواړو هیوادونو اړیکي په خپله سمه لاره  کې مخ په ودې دي او تهران او ریاض په اقتصادي ، تجارتي او امنیتي زمینوکې د دواړو لوروترمینځ د موجودو موافقو په اجرایی کیدا ګډ نظر لري .

ده همداراز په دوام کې د ایران د ګاونډیتوب سیاست او له عراق ، کویت ، قطر او اماراتو سره د تهران د اړیکو پراختیا ته په اشارې سره وویل د سیمې د امنیت او پراختیا ایدیا په درسته سیمه کې نه جلا کیدونکی ده .

د ایران خارجه وزیر د فلسطین مسلې ته پام کول د اسلامی نړۍ اصلی مسله وبلله او د دې خبرې په کولو سره چی د اسلامی ملګرتیا سازمان ، په نړیوال نظام کې مهم فعال دی ، جوته کړه شک نشته چی صیهونیسټ رژیم به په سیمه کی درز او نیواکګري ته دوام ورکړی .

د سعودي عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان دوه میاشتې مخکې ایران ته راغلی و.