امیر عبداللهیان د سعودي عربستان له ولیعهد سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137306-امیر_عبداللهیان_د_سعودي_عربستان_له_ولیعهد_سره_وکتل
 د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په سعودی عربستان کې د خپلو سلا مشورو په دوام په جده کې د سعودی عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-08-18T22:00:15+00:00 )
Aug 18, 2023 12:25 Asia/Kabul
  • امیر عبداللهیان د سعودي عربستان له ولیعهد سره وکتل

 د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په سعودی عربستان کې د خپلو سلا مشورو په دوام په جده کې د سعودی عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

 د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په سعودی عربستان کې د خپلو سلا مشورو په دوام په جده کې د سعودی عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر فیصل بن فرحان د رسمي بلنې په ترڅ کې یاد هېواد ته تللی، نن یې په جده کې د سعودي عربستان له ولیعهد "محمد" بن سلمان" سره لیده کاته او خبرې اترې وکړې.

دا د امیر عبداللهیان او محمد بن سلمان ترمنځ لومړۍ لیدنه ده.

د ایران د اسلامي جمهوريت د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ ریاض ته ورسېد او له هغه وروسته یې د سعودي د بهرنیو چارو په وزارت کې د خپل سعودي سیال له خوا تود هرکلی وشو.

هغه له خپل سیال ښاغلي فیصل سره د دوه اړخیزو اړیکو په بېلا بېلو برخو ، سیمه ییز پرمختګونو او نړیوالو موضوعاتو درې نیم ساعته خبرې وکړې.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر له امیر عبداللهیان سره په کتنه کې ویلي، هېواد یې د ایران د ولسمشر سفر ته چمتوالی نیسي او په دې برخه کې د سعودي حکومت ټول وزارتونو ته د ښې زمینې برابرولو دنده سپارل شوې.

د ایران او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د دغه لیدنې وروسته د خبریالانو پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ریاض کې دغه خبری کانفرنس کې وویل: د ایران او سعودی عربستان اړیکې په سمې لارې او د پرمختګ په حال کې دی، دغه راز یې د ایران د ولسمشر لخوا د سعودی عربستان د پادشاه د بلنې د منلو اعلان یې وکړ او زیاته یې کړه: دا سفر به په مناسب وخت کې ترسره شي."