عربستان د تیروخت په نسبت په خپل متفاوت کړچار ټینګار لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137310-عربستان_د_تیروخت_په_نسبت_په_خپل_متفاوت_کړچار_ټینګار_لری
امیر عبداللهیان بیګا د عربستان له دوه ورځنی سفره وروسته د خبریالانو په ټول کې وویل باوری یو چی باید د تهران او ریاض ترمینځ هراړخیزې او پایدارې اړیکي بڼه غوره کړی او په همدې لړ کې مو موافقه وکړه چی په اقتصادي ، تجارتي او ټوریزم برخو کې پراخې ملګرتیاوې ولرلې شو .
(last modified 2023-08-18T21:57:42+00:00 )
Aug 19, 2023 02:26 Asia/Kabul
  • عربستان د تیروخت په نسبت په خپل متفاوت کړچار ټینګار لری

امیر عبداللهیان بیګا د عربستان له دوه ورځنی سفره وروسته د خبریالانو په ټول کې وویل باوری یو چی باید د تهران او ریاض ترمینځ هراړخیزې او پایدارې اړیکي بڼه غوره کړی او په همدې لړ کې مو موافقه وکړه چی په اقتصادي ، تجارتي او ټوریزم برخو کې پراخې ملګرتیاوې ولرلې شو .

د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان د دې خبرې په کولو سره چی سعودی عربستان د تیروخت په نسبت په خپل متفاوت کړچار ټینګار لری زیاته کړه سیمه به د څو اړخیزو ملګرتیاو نوی پړاو ته ورداخله شی .

امیر عبداللهیان بیګا د عربستان له دوه ورځنی سفره وروسته د خبریالانو په ټول کې وویل باوری یو چی باید د تهران او ریاض ترمینځ هراړخیزې او پایدارې اړیکي بڼه غوره کړی او په همدې لړ کې مو موافقه وکړه چی په اقتصادي ، تجارتي او ټوریزم برخو کې پراخې ملګرتیاوې ولرلې شو .

د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په سعودی عربستان کې د خپلو سلا مشورو په دوام په جده کې د سعودی عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان چې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر فیصل بن فرحان د رسمي بلنې په ترڅ کې یاد هېواد ته تللی په جده کې د سعودي عربستان له ولیعهد "محمد" بن سلمان" سره لیده کاته او خبرې اترې وکړې.

دا د امیر عبداللهیان او محمد بن سلمان ترمنځ لومړۍ لیدنه ده.

د ایران د اسلامي جمهوريت د بهرنیو چارو وزیر وړمه  ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ ریاض ته ورسېد او له هغه وروسته یې د سعودي د بهرنیو چارو په وزارت کې د خپل سعودي سیال له خوا تود هرکلی وشو.

هغه له خپل سیال ښاغلي فیصل سره د دوه اړخیزو اړیکو په بېلا بېلو برخو ، سیمه ییز پرمختګونو او نړیوالو موضوعاتو درې نیم ساعته خبرې وکړې.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر له امیر عبداللهیان سره په کتنه کې ویلي، هېواد یې د ایران د ولسمشر سفر ته چمتوالی نیسي او په دې برخه کې د سعودي حکومت ټول وزارتونو ته د ښې زمینې برابرولو دنده سپارل شوې.

د ایران او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د دغه لیدنې وروسته د خبریالانو پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ریاض کې دغه خبری کانفرنس کې وویل: د ایران او سعودی عربستان اړیکې په سمې لارې او د پرمختګ په حال کې دی، دغه راز یې د ایران د ولسمشر لخوا د سعودی عربستان د پادشاه د بلنې د منلو اعلان یې وکړ او زیاته یې کړه: دا سفر به په مناسب وخت کې ترسره شي.