د ایران دفاعي صنعت د دښمنانو د مخکښوالي ذهنیت مات کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137454-د_ایران_دفاعي_صنعت_د_دښمنانو_د_مخکښوالي_ذهنیت_مات_کړی_دی
د ایران په ملي کال هینداره کښې د زمري ۳۱ نیټه د هیواد د دفاعي صنایعو د ورځې په توګه نومول شوې ده.
(last modified 2023-08-21T23:35:41+00:00 )
Aug 22, 2023 04:02 Asia/Kabul
  • د ایران دفاعي صنعت د دښمنانو د مخکښوالي ذهنیت مات کړی دی

د ایران په ملي کال هینداره کښې د زمري ۳۱ نیټه د هیواد د دفاعي صنایعو د ورځې په توګه نومول شوې ده.

د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان په یو پیغام کښې د ایران د دفاعي صنعت د ورځې په مبارکۍ سره ټینګار وکړ، د ایران دفاعي صنعت د دښمنانو د مخکښوالي ذهنیت مات کړی دی.

د ایران په ملي کال هینداره کښې د زمري ۳۱ نیټه د هیواد د دفاعي صنایعو د ورځې په توګه نومول شوې ده.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران مشر قومندان سردار حسین سلامي د ایران دفاع وزیر جنرال محمد رضا قرايي آشتیاني ته په یو پيغام کښې د هیواد د دفاعي صنعت د ورځې په مبارکۍ سره ولیکل: د ایران د دفاعي صنعت ډګر په هنرمندۍ سره د دښمنانو ذهنیت چې ځانونه یې د پوځي ساینس او ټیکنالوجۍ د ډګر مخکښان ګڼل، مات شو او نن سبا، سره د ټولو بندیزونو د ایران د قدرت کتونکي دي.

جنرال سلامي په دې خبرې سره چې د ایران د ولس لپاره د دښمن خطر جوړونکې دسیسې او ګواښونه په وسله والو ځواکونو کښې د فرصت جوړیدو سبب شول، زیاته کړه: د ایران  دفاعي صنعت او په هیواد کښې د پوځي قدرت زیاتیدل له یوې خوا د ملي ویاړ او عزت او اقتدار لامل شوي او له بلې خوا د ایران د بد غواړو د ویرې او ترهې سبب ګرځیدلي دي.