Aug 22, 2023 13:29 Asia/Kabul
  • د امام خمیني (ره) له آرمانونو سره د ولسمشر او د حکومت د غړو د ژمنو نوي کول

د دولت د اونۍ په درشل کې، د ایران د حکومت ولسمشر او غړو د حضرت امام خمیني (ره) په سپېڅلي زیارت کې په حضور سره، د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټ ایښودونکي له آرمانونو سره خپله ژمنه تازه کړه.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د حکومتي پلاوي غړو نن (سه شنبه) د دولتي اونۍ په درشل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) په سپېڅلي حرم کې په حاضرېدو سره د حضرت امام خمیني (ره) له آرمانونو سره خپله ژمنه تازه کړه.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د حکومت د غړیو له درناوۍ وروسته، حاضرینو ته وینا وکړه.

د وږي میاشتې دویمه پنجشنبه (د ۲۰۲۳ کال د اګست ۲۴مه) د ایران په اسلامي جمهوریت کې د دولتي اونۍ د پیل ورځ ده.

په ۱۹۸۱ کال کې ولسمشر محمد علي رجايي او لومړی وزیر محمد جواد باهنر د منافقینو د ترهګرې ډلې د عناصرو له خوا د لومړي وزیر په دفتر کې په تروریستي چاودنه کې شهیدان شول.

د اګسټ له ۲۴ تر ۳۱ (د وږي میاشتې لومړۍ اونۍ) د هغو شهیدانو د درناوي په موخه چې په اسلامي نظام کې د دولتدارۍ یوه پاکه بېلګه وه، د "حکومتي اونۍ" په نوم نومول شوې ده.

حکومتي اونۍ د ایران د حکومتي چارواکو لپاره یو ښه فرصت دی چې له خلکو سره په هر اړخیزه تعامل کې خپل پلانونه او دندې بیان کړي.

 

ټیګونه