May 11, 2024 13:40 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیرې اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي پاڼې خوږو مینه و الوپه دې شیبو کې په تیرې  اونۍ کې د افغانستان او پاکستان د ځینو مهمو پيښو په باب له  اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته ددغو دواړو هیوادونو د ځينو مهمو پيښو په باب یوه لنډه شان خلاصه د رآوروو،او بیا مو هم رابولوو، دځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته ..

*/*/*/

د یوه لوړپوړي انګریز افسر  له خوا په افغانستان کې پر جنایتونو اعتراف

*/*/*/

د افغانستان په پولې کې د ایران د پوځ بشپړ تیارسئ

*/*/*/

د افغانستان داهل تشیّع له عالمانو سره د مولوی عبدالکبیر لیدۀکاتۀ

*/*/*/*/

او  د غزې له خلکو سره په پیوستنو کې د امریکا او اروپائي پوهنتونونو څخه د  دپاکستان پوهنتوني محصیلینو په بشپړ ملاتړ کې ولولناک لاریونونه ، په تیرې او نۍ ددواړو هیوادونو ځیني مهمې پيښې وې ،نو اوس مو هم رابولوو دځينو موردونو په  باب د تحلیلي برخې آوریدو ته .

********************

= دوستانو په تیرې  او نۍ کې یوه لوړپوړي انګریز افسر په داسې حال کې چې  په افغانستان کې د انګلستان د پوځ د جنګی جنایتونو ارزونې ځنډيدلي دي،ددغه هیواد دځانګړي ځواک  له بوږنونکو اقداماتو ئې پرَده پورته کړې ده.د سنډې ټایمز ورځپاڼې  داعلان په اساس،د انګلستان ځانګړی ځواک په افغانستان کې د خپلو قربانیانو په بدن کې د وسلو د کیښودلو او د وګړو د وژلو په مخینې تورن دی.د دښمن مخکینی ایشوا شوي سندونه ښئ چې څرنګه چې د انګلستان د پوځ د همدغه ځواک یوه برخه  څرنګه د محاکمه کولو  میز  ته د دوی د  کاږلو لپاره هڅه کوي. دغه بریتانوي ورځپاڼې ایشو اکړې ده چې د انګریز ځانګړي ځواک یو لوړپوړی افسر  پولیسو ته راپور ورکوي،چې د هغه تر فرمان لاندې پوځیانو په افغانستان کې د بندیانو په وژلو سره جنایتونه کړي دي.د سنډې ټایمز خپرونې د لیکنې په اساس،دغه افسر د سلطنتي ګارډ  پوځي کارپوهانو ته  وئيلي دي د انګلستان د ځانګړي ځواک یو سرکش سکواډرن  په یوډول سرطان ککړ شوی ؤ ،داسې چې په لسګونو غیر وسلوال بندیان ئې ووژل. ددغه راپور په اساس،دغه انګریز افسر اندیښمن دی چې که دانګلستان دځانګړي ځواک پوځيان پوهه شي او قضیه ایشوا کړي ، نو جبرانول به ئې  د هغه د کورنۍ په ضد دتاؤتریخجن  اقدام  بڼه ولري.د انګریز ځانګړي ځواک په وسیله  په وسیله د انسانانو د وژلې دوسیه،په افغانستان کې د جنګي جنایت یوه ترټولو مهمه دوسیه ده . انګریز پوځ  د افغانستان په هلمند ولایت کې  د  کابو اتیاؤ  کسانو په وژلې تورن دی  چې  له ۲۰۱۰ کاله تر ۲۰۱۳ پورې په کلونو کې په  خوب کې یا په سړې سینې سره  وژل شوي دي. په عین حال کې ګارډيّن ورځپاڼې پخپل راپور کې وئيلي دي ،  د انګلستان  دفاع وزارت پر دغې دوسیې  باندې غور کول تر ۲۰۲۵ کال پورې ځنډولی دی.له همدې دوسیې سره  په رابطه کې ، پولیټيکو خپرونې هم  راپور ورکړی دی،د انګریز زیرمه ځواک یا ریزرؤ ځواک دچارو وزیر جانی مرکر د جنګی جنایتونو د دوسیې په علت د زنداني کی دا له فیصلې سره مخامخ کیدلی شي.ددغه راپور په اساس ، هغه د پوځي خ برو کسانو د نامې له اخستو دډډه کولو په دلیل  چې له هغه سره ئې،د انګریز پوځ د ځانګړي ځواک په لاس  ئې د افغان ماشومانو او سړیود وژلې په باب  ورسره مرسته  کړې ده ، د محکمې د بندیزونو  له احتمال سره مخامخ دی.

Image Caption

 

          په تیرې اونۍ کې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ مځکني ځواک قوماندان جنرال کیومرث  حیدري  په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د ایران پوځ  دافغانستان په پولې کې تیارسی شوی دی. د هغه په وینا، له افغانستان  سره د ایران پوله  د هغه ترامر لاندې دځواک په کنټرول کې ده او دوي تیار دي له هرډول ګواښ ته پریکنده ځواب ورکړي. د ایران د اسلامی جمهوریت  د پوځ د مځکني ځواک  قوماندان په مشهد مقدس کې په یولړدستورو کې  کې له افغانستان  سره ددغه هیواد د پولو  د بندیدا په باب  خبرې وکړې. جنرال کیومرث حیدري دغه راز زیاته کړې ده،د هغو تدبیرونو په اساس چې  د ایران په اسلامی جمهوریت کې سنجول شوي دي ،د پولو په بندولو بوخت یوو . هغه له افغانستان  سره د ایران د پولو دبندولو د پلان د پاي د دقیق وخت په باب  څه ونه وئيل،البته زیاته ئې کړه ، اټکلونه دا دي چې  د ایران د ختیځي پولو بندیدا په ترټولو لنډ  ممکن وخت کې پاي ته ورسیږي.د ایران دپولیسو  یوه قوماندان سردار قاسم رضائي  هم وئیلي وو، په درو کلونو کې به دڅلورمیټره لوړ سیمټي دیوال ، ازغن تار او کلائې  په جوړولو سره  دپولې د بندولو پلان  اجرا شي.  د سردار رضائي په ویناپه  ځینوختیځي او شمال لویدیځّي  پوله ایزو سیمو  کې د پولو ورآخوا ځ یني  ګواښونه شته دي چې په هغو کې د نشه ایزو موادو  قاجاق ، د انسانانو قاچاق او حتی د ترهه ګرو نفوذ ته پکې اشاره کیدلی شي.. په همدې دلیل  فیصله شوې ده  دغه پولې وتړل شي څو د هغو مدیریّت او کنټرولول  لاښه شي.د افغانستان د چارو یو کارپوه اسماعیل باقري په دې باب وائي،ایران او افغانستان پخپلو کې سره اوږدې پولې لري، خو تل دغه پولې د ترهه ګرو ډلو او اشرارو له خوا ګواښل شوي دی او د ایران یو شمیر پوله ساتي ځواکونه شهیدان شوي هم دي .په افغانستان کې  ناپایدارو سیاسی،پوځي او امنیتی  شرائطو ته په پام سره  د پولو تړل کیدا تر ډیره حده، ایران ته د ترهه ګرو د واریدیدا خنډ کیدلی شي،  دنشه ایزو موادو، وسلو او د انسانانو د قاچاق مخه  هم نیولی شي.

              په تیرې او نۍ کې د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا سیاسی مرستیال محمد عبدالکبیر ددغه هیواد اهل تشیَع له سپين روبو، عالمانو او ځوانانو سره  په کتنې کې  وئيلي دي، په افغانستان کې د قومي تعصباتو او نفاق لپاره هیڅ ځاي نشته.په دغې کتنې کې د افغانستان د پارلیمان پخواني غړی جعفر مهدوي،د پخواني حکومت د سولې د لوړې شورا غړی اسد ا... سعادتي او د شیعه عالمانو د شورا مرستیال محمد اکبري  د اهل تشیَع د ټولنې  د حقوقي  دوسیو او نورو مشکلاتو د حل غوښتنه وکړه. د ارګ په وسیله د خپرې شوي خبرتیا په اساس،مولوی عبدالکبیر په دغې کتنې کې  ووئيل،په اسلامی نظام کې  هیڅ ډول توپیر،تعصب او قوم پالنې ځای نه لري او  اساسی موخه هم د خلکو خدمت کول دي،هغه زیاته کړې ده،افغانستان  او اسلامی نظام  له ټولو افغانانو سره  اړونده  دی او د اسلامی شریعت  په رڼا کې عدالت  د ټولو لپاره یو شان اجرا کیږي.د افغانستان د طالبانو د حکومت د  ریس الوزرا سیاسی مرستیال  په  دوام کې وئيلي دي،په افغانستان کې هیڅوک  د بل چا حق نشي ضائع کولی او که څوک د خپل حق د ضائع کیدا اندیښمن وي،نو با ید محکمو ته  مراجعه وکړي،ځکه  محکمې په ټولې خپلواکۍ سره،خپل کار پر مخ بوځي.مولوی صیب  همداراز ټينګار کړی،په افغانستان کې د قوي،ژبني او مذهبی  تعصباتو او نفاق لپاره هیڅ ځاي نشته، ټول افغانان  د هیواد آبادۍ ،پرمختګ او هوساینې لپاره سره په ګډه کار کوي.

Image Caption

 

            د پاکستان د مختلفو پوهنتونو محصیلینو  د تیرې  جمعې په ورځې  د جمعې لمانځه له  قایمیدا وروسته د هیواد په مختلفو ښارونو اوښارګیو کې  له غزې سره په پیوستون کې د امریکا او اروپا له پوهنتونوالو سره  په یوه خوله کیدا او د اسرائیلو د جنایتونو په محکومیّت او د فلسطین له ملته  په ملاتړ کې ولولناک لاریونونه ترسره کړل.د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد پشمول ددغه هیواد په لسګونو ښارونو اوښارګیو کې د محصیلینو دټولنو په اهتمام سره د؛غزې آزادي؛ په نامې سره ولولناک لاریونونه د جمعې لمانځه له اقامې وروسته د لکونو محصیلیونو،کلتوروالو،استاذانو ،ټولنیزو فعالانو په ګډون سره  ترسره شو . په اسلام اباد کې د مختلفو پوهنتونونو په لسګونو زره استاذانو اومحصیلینو دغزې  د آزادۍ په دغه ولولناک لاریون کې په پراخ ګډون سره،د لبیک یا اقصی، د فلسطین تر آزادۍ پورې به جنګ دوام وکړي ،مړه دې امریکا ، مړۀ دې وي اسرائيل په څير شعارونه پورته کړل. مظاهره چیانو  چې په ډ يپلوماټيکې سیمې کې ئې د امریکا د سفارت په لور  روان وو، په لاره کې د امنیتی ځ،اک  له مقاومت سره مخ شول. د لاریون کونکو مسئولانو  سره  دپولیسو افسرانو په خبرو کې دوي ووئیل، چې د امنیتی ا ندیښنو په دلیل  د  ډيپلوماټيکې سیمې په لور  هر ډول غونډه یا لاریون ممنوع دی .لاریون کونکو همداراز په دغه ځاي کې هم د امریکا او اروپا له پوهنتونوالو سره د پیوستون او د امریکا او اسرائیلو په ضد په سختو شعارونو سره  د وحشي صهیونیستي رژيم  دتیریو په وړاندې دنړیوالو ټولنو چپتیا  په سخته وغندله  او  د خپل حکومت په چپتیا ئې هم سخت ټکونه وکړل.پاکستانیو محصیلینو د اسرائيلو د ناروا رژیم د نیواکګرۍ په ضد د فلسطین د مقاومت  د مبارزانو له جهاد او مبارزې څخه په ملاتړ سره  ټينګار کړی چې  له وحشي صهیونیسټي دښمنانو او دامریکا په شمول د هغوي له ملاتړو سره  د مقابلې یوازینۍ لاره  جنګ او مقاومت  دی. د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی سناتور مشتاق احمد  د اعتراض کونکو محصیلینو په ټول کې  پخپلې وینا کې په رفح سیمې باندې د اسرائیلو تیري  او په غزې  تړانګې کې د مرستندویه کاروانونو په نښه کول په شخته محکوم کړل او  ټينګار ئې و کړ،د پاکستان پوهنتونوال د امریکا او اروپائي محصیلینو ترڅنګ  ولاړ دي او  په یوه خولۀ د اسر ائیلو د جنایتونو د دریدا او د فوری اور بند دټينګیدا غوښته کوي.همداراز یو شمیر نورو ویناوالو هم  د اعتراض کونکو محصیلینوپه ضد د پولیسو د تاؤتریخجن  چلند په محکومولو سره ټینګار کړی چې د پاکستان پوهنتونوال د امریکائي او اروپائي محصیلینو ترڅنګ ولاړ دي او د پاکستان حکومت هم د تاؤتریخوالي په ځاي باید د محصیلینو ترڅنګ ودریږي  او په یوه خوله د فلسطین ملاتړ او د وحشي اسرائیلو  محکومیّت چغې پورته کړي .دوي وئیلي دي،د محصیلینو ولولناک شتون  د اسلامی امت په تیره بیا د ځوانانو او محصیلینو  په یووالي او یوه زړتوب سره د غې په دفاع کې راپورته کیدل دي.

   په تیرې اون ۍ کې د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې د ایران له اسلامی جمهوریت سره د دوو اړخیزو اړیکو اوښه ګا ونډيتوب پر اهمیّت په  ټينګار سره  وئیلي دي، اسلام اباد  له ایران ه د ګیسو د پایپ لاین  د منتقلولو  د پروژېې پر مخ بیول  په خپل لومړیتوب کې لري . د میرمن  ممتاز زهرا بلوچ په وینا، اسلام اباد ته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولمسشر ابراهیم ریئسي  وروستی سفر  له  ډیر اهمیّته برخمن دی  او اسلام اباد د ابراهیم ریئسي وروستی سفر  د خپل مینځیو اړیکو د پیاوړتیا لباره ددواړو هیوادونو د پیاوړي هوډ ښودونکی ګڼي. هغې د له ایران سره د ګیسو د مشترکې پروژې  او دانرژۍ پر بحران د غلبې لپاره د پاکستان د لارو چارو په باب دیوې پوښنې په ځواب کې  ووئیل،  هماغه شان چې  د پاکستان خارجه وزیر  په د ا وروستیو ورځو کې وئیلي دي، مونږ د خپلو ملي ګټو په اساس فیصله کوو او له ایرانه دګیسو د پایپ لاین د غزولو  د پروژې پرانیسته  دپاکستان یو لومړیتوب دی. له دې  امله  اسلام اباد  دا یران او د فارس خلیج  دملګرتیا شورا له غړو هیوادونوپشمول  د سیمې له هیوادونو سره د رغنده اړیکو د پرمخ بیولو ته کلک هوډ لري.د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې  همداراز د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د حالاتو د ترینګلتیاؤ، د اسرائیلو د نیواکګر پوځ په وسیله د رفح  په ضد دتیریو  په غبرګون کې هم  دغه اقدامات  په سخته وغندل او  دا ئې  له نړیوالو قواعدو او انسانسی حقوقو  اصولو ته له پابندۍ د وحشي  صهیوینسټانو سرغړونه وبلله او  او د اسرائیلو له  ملاتړو ئې وغوښتل  چې ددغه نیواکګر او تیریګر رژيم د خطرناکو  اقداماتو مخه دې ونیسي او که داسې نه وي نو بیا به ئې د حالاتو کنټرولول ددوي په وس کې هم نه وي او وضعیّت به تر لاخطرناکه  حده پر مخ لاړشي، نو له دې مخکې   چې وضعیّت له کنټروله ووځي باید نړیواله ټولنه او   اورګانونه دې لاس په کار شي ، څو د غزېتړانګې او د فلسطین دمظلومو خلکو  د لازیاتو انساني غمیزو  مخنیوی وشي.   

دوستانو د دغه اونیز پروګرام وخت هم همدومره ؤ نو تربل پروګرام پورې مو په نیاومن خداي سپارو.   

 (سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه