پاکستان په یوه اونۍ کې ۵۰ مخالف وسله وال وژلي دي
-
فایل فوټو
د پاکستان پوځ ویلي چې تېره اونۍ یې د عملیاتو په ترڅ کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله والو ته لوی ګوزار ورکړی دی.
د فارس خبري اژانس د خبر له مخې، د پاکستان پوځ اعلان وکړ چې په تیرو څلورو ورځو کې یې ۵۰ وسله وال وژلي دي.
د اناتولي اژانس په وینا، ډیری دا وسله وال د افغانستان په پوله وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ په تیره اونۍ کې په تر ټولو لویو عملیاتو کې، ۳۳ وسله وال هغه وخت ووژل شول کله چې دې هیواد ته ننوتل.
پاکستان تل پر افغان طالبانو تور لګولی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله والو پر وړاندې اقدام نه کوي او دا هغه موضوع ده چې کابل په مکرر ډول رد کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، بلوچ بېلتون غوښتونکې ډله (بلوچ لبریشن فرنټ (بي ایل ای) د بهرني ترهګر سازمان په توګه نومولې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دا پریکړه د دې ډلې لپاره د مالي اود وسلو ملاتړ محدودولو په هدف شوې ده.