چین په افغانستان کې د برېښنا تولیدولو هڅه کوي
Aug 12, 2025 12:46 Asia/Kabul
په داسې حال کې چې افغانستان د برېښنا په وارداتو پورې تړلی دی، چینایي پانګه وال په دې هېواد کې د برېښنا تولیدولو هڅه کوي.
د فارس خبري اژانس په لیکنه، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې یو شمېر چینایي پانګه والو اعلان کړی چې دوی د برېښنا په برخه کې د پانګونې په لټه کې دي.
افغانستان د خپلې برېښنا ۸۰ سلنه د ترکمنستان او ایران په شمول له ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي.
مخکې، طالبانو ویلي وو چې په افغانستان کې پر ځان بسیاینې لپاره یې له یوه خصوصي شرکت سره د ۱۰ ملیارد ډالرو هوکړه لاسلیک کړې ده.
د دې تفاهم لیک له مخې، په راتلونکو ۷ کلونو کې به په ټول افغانستان کې ۱۰،۰۰۰ میګاواټه برېښنا تولید شي، او دا قرارداد د عزیزي انرژۍ په نوم خصوصي شرکت سره لاسلیک شوی دی.
ټیګونه