د ایران او د فلسطین مشرانو خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137490-د_ایران_او_د_فلسطین_مشرانو_خبرې_وکړې
تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي سلاکار او د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر «زیاد النحاله» د نیواکي ټاټوبو د وروستیو بدلونونو په هکله خبرې وکړې.
(last modified 2023-08-22T23:31:10+00:00 )
Aug 23, 2023 00:25 Asia/Kabul
  • د ایران او د فلسطین مشرانو خبرې وکړې

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي سلاکار او د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر «زیاد النحاله» د نیواکي ټاټوبو د وروستیو بدلونونو په هکله خبرې وکړې.

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود سلاکار ډاکټر علي اکبر ولایتي د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ له مشر زیاد النحاله سره په ټیلي فوني خبرو کښې د فلسطین له ملت او د هغه له مقاومت څخه د ایران د اسلامي جمهوریت په ملاتړ ټینګار وکړ.

علي اکبر ولایتي د فلسطین د ملت مقاومت او د پایدارې ستاینه وکړه او د فلسطین د ملت ، د وطن او د خپلو سپیڅلتیاو په دفاع کښې د مقاومت د اتلوانو قدرونه یې وکړه.

د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مشر زیاد النحاله هم د فلسطین له مسلې په ملاتړ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځونو قدرونه وکړه او په قدس  او لویدیځې غاړې کښې د اوسنیو حالاتو په شمول د فلسطین له وروستیو کورنیو بدلونونو او هغو جنایتونو او حملو او ترهګرۍ څخه چې صهیونیسټ رژيم یې هره ورځ د الاقصی جومات ، د قدس  او  د لویدیځې غاړې د کیمپونو او ښارونو پرضد ترسره کوي په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود سلاکار علي اکبر ولایتي خبر کړ.

هغه وویل د فلسطین ملت او د مقاومت ځواکونه د صهیونیسټ نیواکګر رژیم د مشرانو لخوا له اعلان شویو ګواښونو نه ویریږي او مقاومت ځواکونه به هر ډول تیري ته په ځواب ورکولو او مقابلې کولو کښې خپل طبیعي او جایز حق اعمال کړي.