د سولې لپاره د ایران او د پاکستان رول مهم دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137492-د_سولې_لپاره_د_ایران_او_د_پاکستان_رول_مهم_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د مشرانو جرګې سینا مشر محمد صادق سنجراني وویل تهران او اسلام اباد ګډو ګټو په تیره بیا سیمه ئیزې هوساینې او سولې ته د رسیدا لپاره مهم رول لوبوي.
(last modified 2023-08-22T20:10:10+00:00 )
Aug 23, 2023 00:36 Asia/Kabul
  • د سولې لپاره د ایران او د پاکستان رول مهم دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د مشرانو جرګې سینا مشر محمد صادق سنجراني وویل تهران او اسلام اباد ګډو ګټو په تیره بیا سیمه ئیزې هوساینې او سولې ته د رسیدا لپاره مهم رول لوبوي.

د پاکستان د مشرانو جرګې سینا مشر محمد صادق سنجراني پرون په پاکستان کښې د ایران له سفیر «رضا امیري مقدم» سره په کتنه کښې په نړیوالو ټولنو کښې د تهران او د اسلام اباد په رغنده ملګرتیاو باندې د خوښې په څرګندولو سره د پاکستان او د ایران د اړیکو په لوړتیا ټینګار وکړ.

د پاکستان د مشرانو جرګې مشر سنجراني اسلام اباد ته د ایران د باندنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان وروستي سفر ته په اشارې سره وویل دغه سفر د موجودو ملګرتیاو له زیاتیدا سره د  مرستې او د ګډو ګټو د پرمخ بیولو لپاره په یوه اغیز شیندونکي عامل بدل شوی دی.

په پاکستان کښې د ایران سفیر رضا امیري مقدم هم د اړیکو په پیاوړي کولو  کښې له حکومتونو سره د مرستې لپاره د دواړو هیوادونو د پارلمانانو په رول باندې ټينګار سره د اقتصادي ، د تجارتي ، د سیاسي ، د پارلماني او د کلتوري راشه درشه د پراخولو لپاره د خپلو پروګرامونو په هکله یو راپور وړاندی کړ.