Aug 26, 2023 14:48 Asia/Kabul
  • په کابل کې د ایران سفارت افغانانو ته په اربعین کې د ګډون لپاره د ویزو ورکولو شرایط اعلان کړل

په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې د اربعین د سفر لپاره ایران ته د تګ په موخه د ویزو ورکړه، یوازې د هغه معتبرو زیارتي کاروانونو له لارې ممکمنه ده، چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې تأیید شوي وي.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د ایران سفارت د اربعیني ویزو ورکړې په تړاو وضاحت ورکړی دی.

په کابل کې د ایران سفارت په یوه ټویټ کې لیکلي: هغه زیارتي کاروانونو چې د خپلو زیارت کوونکو لپاره یې د عراق ویزې ترلاسه کړي دي، کولای شي له نن شنبې ورځې څخه د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت قنسولي برخې ته مراجعه وکړي.

له دې وړاندې هم د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د ځانګړي استازي دفتر، د حسیني اربعین زیارت او عراق ته د سفر په موخه افغانانو ته د ایران د وړیا ویزو له ورکړې خبر ورکړی وو.

د ۱۴۴۵م هجري قمري کال د صفر د میاشتې ۲۰مه نېټه (د ۲۰۲۳م کال د سپټمبر ۶مه، د کربلا په دښته کې د نړۍ د شعیانو د درېیم امام حضرت امام حسین (ع) او د هغه د وفادارو یارانو د شهادت څلوېښتمه ورځ ده چې زیارت کوونکي په دې ورځ د حسیني اربعینو په مراسمو کې د ګډون لپاره د عراق په سویل کې کربلا ښار ته ځي.

ټیګونه