دښمنان د ناهیلۍ په اوج کې دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137718-دښمنان_د_ناهیلۍ_په_اوج_کې_دي
د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر ټینګار وکړ: سره له دې چې دښمنان زیات تجهیزات لري، خو  بیا هم د مایوسۍ په اوج کې دي.
(last modified 2023-08-28T05:53:10+00:00 )
Aug 28, 2023 10:20 Asia/Kabul
  • دښمنان د ناهیلۍ په اوج کې دي

د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر ټینګار وکړ: سره له دې چې دښمنان زیات تجهیزات لري، خو  بیا هم د مایوسۍ په اوج کې دي.

د ایرنا د راپور له مخې، د ایران د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر امیر جنرال محمد رضا آشتیاني وویل، سره له دې چې دښمنان ډېری تجهیزات لري، خو بیا هم د مایوسۍ په اوج کې دي او په افغانستان، عراق، سوریې او په نورو سیمو کې چې دوی له ایراني ځواکونو سره مخامخ شوي، ناکام شوي دي.

د وسله والو ځواکونو د دفاع او ملاتړ وزیر په دې خبرې سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت وسله وال ځواکونه اقتدار او له تجهیزاتو څخه د استفادې لپاره لازم جرئت لري، زیاته کړه: موږ د قدرت او واک په اوج کې یوو او له همدې امله ده چې دښمنان که کوم ناوړه فکر کوي چې یو احمقانه حرکت وکړي، هغه له خپل سر څخه لرې کوي.

د ملي دفاع او د وسله والو ځواکونو د ملاتړ وزیر د وسله والو ځواکونو د اړتیاوو له مخې د ډول ډول توغندیو په تولید باندې د ټینګار ترڅنګ وویل: موږ بېلابېل ډوله توغندي، بالستیک او ستراتیژیک توغندي تولیدوو چې ډېر لوړ ځواک او اوږد واټن لري. کروز او هوايي دفاعي توغندي، د ځمکې پر بنسټ موږ اساسي سمندري او نور توکي لرو چې د وسله والو ځواکونو د اړتیاوو سره سم تولید شوي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو ځوانو متخصصانو د پرمختللو پوځي تجهیزاتو په جوړولو او تولید کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.