د پاکستان حسیني زیارتوال د ایران له لارې عراق ته ځي
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د حسیني اربعین زیارتوالو د اربعین په لاریونو کښې د ګډون کولو او په بین الحرمین کښې د شتون لپاره کربلا ته د رسیدا لپاره د ایران لاره انتخاب کړي ده.
له پاکستان سره د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان و بلوچستان د تفتان او میرجاوه سرحد نن سبا د حسیني اربعین د ګڼ شمیر زیارتوالو کوربه دی کوم چې ځانونه په حسیني اربعین لاریون کښې د ګډون لپاره ځانونه چمتو کوي.
د پاکستان زیارتوالو په سلو بسونو کښې ځانونه د تفتان او میرجاوه سرحد ته رسولي دي چې د ایران د حکومت په غږملتیا او د عراق د ویزو په ترلاسه کولو سره د کربلا په لور د حسیني اربعین په ستر لاریون کښې ګډون وکړي.
د میرجاوه سرحد ته د رسیدا لپاره له اوږدې لارې او بیا په عراق کښې د حسیني اربعین د لارې له کچ کولو وروسته د پاکستان زیارتوال په ډيرې مینې او ولولې سره کربلا ته د رسیدا لپاره شیبې شمیري.