Aug 31, 2023 03:50 Asia/Kabul
  • د ایران، چین او د افغانستان د اورګاډي خبرې وشوې

تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د حکومت د اورګاډو د ادارې مشر د ایران د اورګاډو د پراختیا د کنسرشیم له غړیو سره په کتنه کښې د ایران د افغانستان او د چین د اور ګاډي د پټلۍ د پروژې په هکله خبرې وکړې.

د طالبانو د حکومت د اورګاډو د ادارې مشر بخت الرحمن شرافت پرون په تهران کښې د ایران د اورګاډو د پراختیا د کنسورشیم د یوه غړي شرکت یعني د « طرح نو اندیشان» شرکت له مشر محمد رشیدیان سره کتنه او خبرې وکړې.

د افغانستان د اورګاډي د ادارې لخوا د خپرې شوي اطلاعیې پراساس په دغه کتنه کښې موجودو کسانو ته د اورګاډو د لارې په هکله د لومړنیو ضروري اطلاعاتو په شمول د ایران د افغانستان او د چین د اورګاډو د لارې په هکله د دغه شرکت لومړنی پلان وړاندی شو.

د طالبانو د حکومت د اورګاډو د ادارې مشر بخت الرحمن شرافت د دغه شرکت لخوا په وړاندې شوي لومړي پلان خوښي څرګنده کړه او دواړو لورو ټینګار وکړ د اورګاډي په دغه لاره کښې د چین د پانګونې د جذبولو لپاره باید له بیجینګ سره خبرې وشي.

 

ټیګونه