د ایران او افغانستان د ریلوی ملګرتیاوې زیاتیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i137956-د_ایران_او_افغانستان_د_ریلوی_ملګرتیاوې_زیاتیږي
د طالبانو د ریلوی ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي ‏د ایران سفر په څنډه کې د خراسان رضوي (مشهد) له والي ډاکټر سردار نظري سره وکتل.
(last modified 2023-09-02T21:53:09+00:00 )
Sep 03, 2023 02:20 Asia/Kabul
  • د ایران او افغانستان د ریلوی ملګرتیاوې زیاتیږي

د طالبانو د ریلوی ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او مل پلاوي ‏د ایران سفر په څنډه کې د خراسان رضوي (مشهد) له والي ډاکټر سردار نظري سره وکتل.

په دغه لیدنه کې داوړه لورو د خواف ـ هرات ۳مې ټوټې اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو په پیل خوښي وښوده او ټينګار وشو‏ چې ریلي همکارۍ باید نورې هم پیاوړې شي.

ښاغلي سردار نظري وعده وکړه چې هڅه کوي د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ مخابراتي سیستم د لا‌ پياوړتيا په موخه د ایران په خواف سیمه کې نوي مخابراتي سایټونه فعال کړي، تر څو د انتقالاتو پر وخت د سټېشنونو تر منځ اړیکې له ځنډ او خنډ سره مخ نه شي.

همدارنګه ‏ ملا بخت الرحمن شرافت د خراسان رضوي د ریلوی(راهِ آهن) له رئیس ښاغلي نصیري سره هم وکتل.

په دغه کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د ریلي همکاریو په پراختیا او د خواف ـ هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو په چټکتیا بحث وشو.

د طالبانو پلاوي، د‏ مشهد د مسافر وړلو ریلي سټیشن له بېلابېلو برخو څخه ليدنه وکړه او په اړه یې افغان هیئت ته اړین معلومات ورکړل شول.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت د يو پلاوي د تېرې دوشنبې په ورځ د ایران د ریلوی ادارې په رسمي بلنه دې هېواد ته راغلی او له ایراني چارواکو سره يې په يو لړ مهمو موضوعاتو خبرې کړي.