د تهران د خلکو د حسیني اربعین ستر لاریون پیل شوی
(last modified Wed, 06 Sep 2023 06:05:36 GMT )
Sep 06, 2023 10:35 Asia/Kabul
  • د تهران د خلکو د  حسیني اربعین ستر لاریون پیل شوی

زمونږ خبریال راپور راکړی د تهران د خلکو د حسیني اربعین لاریون نن سهار وختی له امام حسین علیه السلام میدان څخه د حضرت عبدالعظیم حسني علیه السلام د حرم په لور پیل شوی.

په کربلا کښې له حسیني اربعین مراسمو څخه پاتې شویو خلکو نن د تهران ښار له امام حسین علیه السلام میدان څخه په شهر رې ښار کښې د حضرت عبدالعظیم حسني علیه السلام  د زیارت په لور ستر لاریون پیل کړ چې تر مازیګر ناوخته پورې به دوام ولري.

د تهران خلک د ایران په نورو ولایتونو او ښارونو کښې د حسیني اربعین د مراسمو له ترسره کولو سره په یووخت د نوحو په لوستلو او ټټر وهلو سره په شهر رې سیمه کښې د حضرت عبدالعظیم حسني علیه السلام د زیارت په لور مزل کوي.

نن د چهارشنبې ورځ د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفر د میاشتې ۲۰ نیټه ده چې د عراق په کربلا کښې  د نړۍ د شیعه مسلمانانو د دریم امام حضرت حسین علیه السلام او د هغه د وفاداره ملګرو د شهادت له اربعین یعني څلویښتې سره سمون خوري.

د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول د ټولې دنیا په میلیونو زیارتوال په حسیني اربعین لاریون او مراسمو کښې د ګډون لپاره کربلا ښار ته تللي دي.

د لویدیځو هیوادونو رسنۍ ډیر کوشش کوي چې د حسیني اربعین لاریون او مراسم پیکه او کم رنګه وښيي او د هغو مخه ونیسي خو دغه مراسم هر کال لا پسې پرتمینه کیږي او په نورې زیاتې  ولولې سره ترسره کیږي او هر  کال د خلکو شمیر هم بیخي پسې زیاتیږي.

Image Caption

 

Image Caption
Image Caption