د ایران له لورې په بورکینافاسو کې د ترهګریز برید غندنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i138224-د_ایران_له_لورې_په_بورکینافاسو_کې_د_ترهګریز_برید_غندنه
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ناصر کنعانی په بورکینافاسو کې په فوځیانو باندې د ترهګرو د برید غندنه کړې ده.
(last modified 2023-09-09T05:12:05+00:00 )
Sep 08, 2023 11:58 Asia/Kabul
  • د ایران له لورې په بورکینافاسو کې د ترهګریز برید غندنه

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ناصر کنعانی په بورکینافاسو کې په فوځیانو باندې د ترهګرو د برید غندنه کړې ده.

د ایران د خارجه وزارت ویاند د بورکینافاسو له ولس او دولت سره د خواخوږی په څرګندولو سره هیله څرګنده کړه چي له ټروریزم او افراط پالنې سره په جدي مبارزې سره، د نړۍ په ګوټ ګوټ کې منجمله په لوېدیځه افریقا کې امنیت او ثبات برقراره شي.

د بورکینافاسو د فوځ لوی درستیز څو ورځې مخکې اعلان وکړ چي د دې هیواد په شمال کې د ترهګرو په برید کې ۱۷ تنه فوځیان او ۳۶ تنه قراردادیان وژل شوي دي.

د دې برید مسئولیت د القاعدې ترهګرې ډلې په غاره اخیستې ده.

له ۲۰۱۵ میلادي کال را په دې خوا بورکینافاسو، نیجر او مالې هیوادونو د القاعدې او داعش د ترهګرو ډلو د عناصرو له بریدونو سره مخامخ شوي دي چي د امله یې په زرګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او دوه میلیون کسان هم بې کوره شوي دي.