نړۍ د یوه لوی بدلون په درشل کې ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i138356-نړۍ_د_یوه_لوی_بدلون_په_درشل_کې_ده
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د سیستان او بلوچستان او د جنوبی خراسان له زرګونو خلګو سره په کتنه کې وویل: نړۍ د یوه لوی بدلون په درشل کې ده.
(last modified 2023-09-11T05:46:16+00:00 )
Sep 11, 2023 10:14 Asia/Kabul
  • نړۍ د یوه لوی بدلون په درشل کې ده

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د سیستان او بلوچستان او د جنوبی خراسان له زرګونو خلګو سره په کتنه کې وویل: نړۍ د یوه لوی بدلون په درشل کې ده.

د فارس له راپور سره سم، د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دغه کتنه کې د دې په بیانولو سره چي لوی بدلون رامینځ ته کېدونکی دی، جوته کړه: د دغه بدلون په بهیر کې مختلفې پېښې رامینځ ته کیږي چي یوه د نړۍ د استکباري قدرتونو کمزورتیا ده.

حضرت ایت الله خامنه ای زیاته کړه: د امریکا استکباري ځواک او د ځینو اروپایي هیوادونو قدرت کمزوري شوی او له دې نه به هم کمزوري شي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر وویل: په امریکا کې د بحران ډلې په نامه یوه څانګه جوړه شوې ده چي اصلي دنده یې د نړۍ په مختلفو هیوادونو منجمله ایران کې د بحران رامینځ ته کول دی.

هغوی زیاته کړه: د بحران ډلې وظیفه دا ده چي هغه سیمې او هغه موضوعات  چي په کښې د بحران د رامینځ ته کولو امکانات وي، وپېژني او بیا په لمسون سره په کښې بحران رامینځ ته کړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر جوته کړه: په امریکا کې د بحران ډلې څېړنې کړي دي، او دې نتیجې ته رسېدلي دي چي په ایران کې د بحران لپاره څو ټکې موجودې دي، چي باید ولمسول شي، یوه قومي اختلافات دی، بله یې مذهبي توپیرونه  او د ښځو جنسیتي مساله ده. امریکایان غواړي د دغو مسائلو په کارولو سره، بحران رامینځ ته کړي او له دې لاري ایران باندې ګوزار وکړي، لیکن کامیابه کېدای نه شي.