تهران ته د افغانستان په چارو کې د پاکستان دځانګړې استازی سفر
Sep 11, 2023 10:16 Asia/Kabul
د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی استازی د دوه اړخیزو او سیمه ایزو سلامشورو لپاره تهران ته راغلی دی.
د ایرنا له راپور سره سم، د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی آصف علی خان درانی تهران ته د خپل سفر پر مهال له خپل سیال سره هم خبرې اترې وکړي.
ټاکل شوې ده چي علی خان درانی د ایران له خارجه وزیر امیر حسین عبداللهیان سره هم د ځینو سیمه ایزو موضوعاتو په هکله سلامشورې وکړي.
په وروستیو کلونو کې د ایران او پاکستان تر مینځ اړیکې پراخې شوې دي.
پاکستان له عراق نه وروسته، ایران سره تر ټولو اوږد سرحد لري.
ټیګونه